څپرکی 111

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!د څښتن شکر به وباسمه د زړه له خلاصهزه په مجلس کې د نېکانو او د هغوی غونډه کې
2 څومره لوی دي د څښتن کارونههغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرېغواړي چې فکر وکړي په هغو باندې
3 کارونه یې ټول دي له عزت او له جلاله ډکاو عدالت د هغه پاتې تر ابده به وي
4 څښتن چې کړي عجیبه کارونهپرېنږدې چې مونږ یې هېر کړودی مهربانه او رحیم دی هغه
5 ورکوي رزق هغه چاته چې ترې وېره کويهغه هېڅ وخت خپل لوظ نه هېروي
6 د پردو خلکو د وطن په ورکولو سرههغه ښودلی خپل قدرت خپل قوم ته
7 دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپلحکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي
8 وي پایدار به تر ابده پورېهغه دي شوي په وفا او صداقت باندې
9 هغه خپل قوم ازاد کړاو ورسره ویې کړلو تلپاتې لوظدی سپېڅلی او هیبتناک د هغه نوم
10 له څښتن وېره ده شروع د حکمتڅوک چې د هغه د اوامرو اطاعت کويورکوي پوهه ورتهثنا او صفت دې د هغه وي تر ابده پورې