څپرکی 41

ختور دی هغه څوک چې کوي فکر د غریبو په هکلهد سختۍ وخت کې ورکوي څښتن خلاصون ده ته
2 څښتن به وکاندي ساتنه د ده او وبه یې ساتي ژوندیبرکتي به کړي دا خپل وطن کېدا به پرېنږدي چې دې خپل دښمن ته لاس ته ورشي
3 د ناروغۍ وخت کې څښتن به مرسته وکاندي له ده سرهاو د ده صحت به بېرته روغ کاندي
4 ما وویل: «څښتنه، ما باندې رحم وکړه راکړه شفاستا مقابل کې مې ګناه کړې ده»
5 بدې خبرې دښمنان مې کړي زما په هکلهوایي چې «کله به مړ کیږي چې یې نوم ورک شي؟»
6 څوک چې کتلو ته راځي زماهغوی نه دي اخلاصمن خلکراټولوي زما په هکله هغوی بد خبرونهبیا بهر وځي او هرچا ته دا خبرې کوي
7 ټول دښمنان مې پس پسی کويپه خپل منځ کې زما په هکلهدوی جوړوي پلان چې راته ورسوي زیان
8 وایي هغوی چې «دی اخته دی په وژونکي مرضبیا به پورته نه شي له خپل ځای ځینې»
9 حتی تر دې په نژدې دوست چې ډېر اعتبار مې کاوههغه چې زما سره ډوډۍ خوړلههغه زما په ضد راپورته شولو
10 ای څښتنه، رحم وکړه په ما باندېاو ماته بېرته ښه صحت راکړهنو زه به واخلمه بدل له دښمنانو
11 زه پوهېږم چې خوشحاله یې له ما نهځکه چې نه مومي دښمن بری په ما باندې
12 راسره کړی دې کومک ځکه صادق یمه زهپه خپل حضور کې مې ساتې ته تر ابده پورې
13 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېامین! امین!