څپرکی 146

د څښتن ثنا او صفت وکړئووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!
2 ترڅو ژوندی یم زه به وایمه ثنا د هغهزه به خپل خدای ته ټول عمر سندرې وایم
3 په قدرتمندو خلکو تاسو توکل مه کوئهېڅ فاني انسان تاسو ژغورلی نه شي
4 کله چې مړه شي هغوی، بېرته ورځي خاورو تهپه هغه ورځ به شي برباد ټولې نقشې د دوی
5 بختور دی هغه څوک چې مددګار یې دی خدای د یعقوبچې یې امید په خپل څښتن خدای باندې وي
6 چې دی خالق د اسمان، ځمکې او دریابونواو هرڅه چې دي هغو کېچې ولاړ وي همېشه خپلو وعدو باندې
7 چې انصاف کوي د مظلومانو سرهاو وږو خلکو ته خواړه ورکويڅښتن بندیان ازادوي
8 او بینا کوي ړاندهلاس ورکوي کړوپ شویو خلکو تهد نېکو خلکو سره مینه کوي
9 هغه ساتنه کوي د پردو خلکوهغه پام کوي په کونډو او یتیمانو باندېخو خرابوي د بدکارانو پلانونه
10 څښتن به کړي پاچاهي د تل دپارهای صهیونه، پاچاهي به کړي ستا خدایټولو نسلونو پورېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!