څپرکی 11

زه په څښتن لرم باور، هغه به وساتي ماڅنګه تاسو ماته دا ویلی شئ:«والوزه مرغۍ په شانتې غرونو ته
2 بدکارانو تیار کړي دي خپل غشيهم راکش کړې یې لیندې خپلې ديچې د تیارې نه پرې نېکان وولي
3 که ویجاړ شي بنیادونهڅه به وکړي بیا نېکان؟»
4 څښتن په خپل سپېڅلي کور کې دید هغه تخت پاس په اسمان کې دیهغه ټول خلک څاري په هرځای کېاو پوهیږي چې دوی څه کوي
5 اخلي امتحان د بدکارانو او نېکانو نهکوي نفرت د هغه چا چې زور زیاتی خوښوي
6 وروي به سرې سکروټې او ګوګړ په بدکارانووي په برخه به یې بادونه سوځوونکي
7 څښتن نېک دی خوښوي نېک عملونهد څښتن دیدن به وکړي چې کوي نېک کردارونه