څپرکی 73

په رښتیا چې خدای ښه دی اسراییلو سرهد هغه چا سره چې زړونه یې پاک دي
2 خو زما په هکله دا چېنژدې ؤ چې رانه ورک واید پښو د ایښودلو ځایاو زما پښې وای ښوېدلې
3 ما ځکه وکړله بخیلي د کبرجنو سرهکله چې ما د بدکارانو بریا ولیدله
4 هغوی هېڅکله درد لیدلی نه دیدي روغ رمټ او ځواکمن
5 د نورو خلکو په شان دوی هېڅ په کړاو کې نه ديد نورو خلکو په شان نه ځوریږي
6 په غاړه کړی دی دوی کبر د غاړه کۍ په شاناو تاوتریخوالی د چپنې په شان
7 له چاغۍ نه یې سترګې رډې راوتلې ښکاريهم یې ذهنونه دي د بدو خیالاتو نه ډک
8 په نورو خلکو پورې خاندي هغوی او بدې خبرې کويپه خپل غرور سره دوی د تېري ګواښونه کوي
9 هغوی دي خولې راخلاصې کړې د اسمان په ضدپه خپله ژبه یې دنیا وخوړه
10 حتی تر دې چې د خدای قوم هم پیروي کړي د دویاو څه چې وایي پرې باور هغوی په شوق کوي
11 بدکاران وايي: «خدای به څنګه پوه شي؟خدای تعالی به په دې پوه شي چې څه کیږي؟»
12 وګورئ دغه بدکاره خلکهغوی ارام دي همېشاو ورځ په ورځ د دوی دولت زیاتیږي
13 ایا بېځایه مې خپل زړه پاک کړی؟لاسونه لېرې مې ساتلي له ګناه ځینې؟
14 زه ټوله ورځ کړول کېږماو هر سهار راکول کیږي سزا راته
15 داسې خبرې که مې کړې وای نورو تهنو زه به خاین وای ستا ولس ته
16 ما کوښښ کاوه چې پوه شم په دې ستونزهخو زما دپاره دا وه ډېره سخته
17 ترڅو زه لاړمه ای خدایه ستا سپېڅلي کور تهنو بیا زه پوه شومه چې څه به ويقسمت د بدکارانو خلکو:
18 بې له شکه تا دي درولي هغویپه ښویېدونکو ځایوترڅو راولویږي نابود شي هغوی
19 دوی ناڅاپه تباه کیږيډک دی له وېرې او وحشته د هغوی انجام
20 دي هغوی د هغه خوب په شانکوم چې هېریږي د سهار په وخت کېچې ته راپاڅې ای څښتنه کلهنو ته به هېر کړې هرڅه د دوی په هکله
21 کله چې زړه زما خفه ؤاو زما روح زخمي ؤ
22 او چې زه ومه بې عقل او جاهلښکاره کېدم به تاته زه د یو حیوان په څېر
23 بیاهم تل تاته نژدې یمتا مې نیولی ښي لاس
24 ته لارښوونه مې کوې په مشورو خپلواو رسوې مې ته اخر خپل پر جلال حضور ته
25 په اسمان کې زما څوک دی بې له تا نه؟په ځمکه هم پرته له تا نه بل څه نه غواړمه
26 که مې زړه او بدن دواړه شي کمزوريخو بیاهم دی خدای زما د زړه قوتاو د تل دپاره به هرڅه وي زما دپاره هغه
27 وګوره، چې څوک د ستا نه لېرې شي تباه به شيکړې به یې نابود هغوی چې تاته وفادار نه دي
28 خو زما دپاره څومره ښه دهچې د خدای سره نژدې واوسمڅښتن تعالی ته مې پناه وروړلهبیانوم به یې زه ټول کارونه