څپرکی 65

اَپه کار ده په صهیون کې ستا ستاینه ای خدایههغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي
2 په دې خاطر چې دعاګانې اورېانسانان ټول به ستا حضور ته راځي
3 کله چې زیات شي ګناهونه زمابخښې ته زما ټول جرمونه
4 بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تاچې تاته راشي او واوسیږي ستا سپېڅلي ځای کېمونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندېاو ستا د معبد برکتونو باندې
5 زمونږ خدایه ته مونږ ژغورېستا هیبتناکه عملونه راکوي ځوابزمونږ د دعا د عدالت دپارهورکوې خلکو ته امیدد دنیا هر سر کېحتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره
6 تا په قوت باندې ملا وتړلهځای په ځای کړي دي تا غرونه په خپل ځواک باندې
7 اراموې ته د سیندونو غرهاراو د څپو غړمباراراموې ته شور او زوږ د خلکو
8 تا چې کوم لویې کارنامې کړې ديټول خلک د جهان وېریږيد نړۍ له یوه سره تر بل سرهستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې
9 ته په ځمکه باندې پام کوې او باران وروېغني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې تهای خدایه سیند ستا د اوبو نه ډک دیتیاروې غلې دانې خلکو تهدا هغه څه دي چې کوې یې ته:
10 په قلبه شویو ځمکو باندېډېر زیات باران وروېنرموې ځمکه په اوبو باندېنرموې خاوره په اورښتونو باندېاو شنه کوې د لویېدو دپاره ته شنه بوټي
11 ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلاتشول لکه تاج د ځمکېچېرته چې ځې هرڅه پرېمانه وي
12 د دښتې شنې لمنې کیږي څړځایونه غنياو غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ
13 څړځایونه ټول وي ډک له پسونودرې دي ټولې له غنمو ډکېټول شیان چیغې وهياو د خوښۍ ډکې سندرې وایي