څپرکی 119

بختور دي هغه خلک چې ژوندون یې دی بې عیبهچې تېروي خپل ژوند د څښتن د شریعت له مخې
2 بختور دي هغه خلک چې په حکمونو یې عمل کويچې څوک رجوع کوي هغه ته د زړه له کومي څخه
3 هېڅکله نه کوي بدي هغویهغوی روان وي د څښتن په لاره
4 خپل قوانین دې دي راکړي مونږ ته ای څښتنهچې اطاعت یې وکړو په وفادارۍ سره
5 کاشکې چې زه وفادار واوسمچې په قوانینو دې عمل وکړمه
6 که زه عمل وکړمه ستا ټولو حکمونو باندېنو بیا به د شرم سره مخ نه شمه
7 څنګه چې زده کړمه رښتیني قوانین د ستانو په پاک زړه به دې ثنا وایمه
8 زه به ستا د قوانینو اطاعت کومههېڅکله پرېنږدې ما
9 څنګه کولای شي یو ځوان چې خپل ژوند پاک وساتي؟چې وکړي ژوند ستا د کلام له مخې
10 د زړه له کومي زه کوښښ کومهچې تاته وکړم رجوعمه مې پرېږده چې سرکښي وکړمهستا له حکمونو څخه
11 ما دی ساتلی ستا کلام خپل زړه کېترڅو ستا په مقابل کې زه ګناه ونه کړم
12 زه ستا ثنا وایمه ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
13 بیانومه زه په لوړ اوازټول قوانین چې دې راکړي مونږ ته
14 زه یم خوشحاله ستا حکمونو باندېلکه چې څنګه وي خوشحاله څوکپه مال دولت باندې
15 ستا د اصولو په باره کې زه کومه فکرکومه غور ستا په لارښوونو باندې
16 په قوانینو دې خوشحاله یمهنه هېروم به زه د ستا کلام
17 خپل خدمتګار سره دې ښه وکړه تهترڅو ژوندی پاتې شم او ستا په کلام باندې عمل وکړمه
18 سترګې مې پرانیزه ته ترڅو زه وګورمهستا په شریعت کې عجیبه حقایق
19 زه دلته یمه بېګانه په دې دنیا کېزما نه مه پټوه خپل حکمونه
20 زړه مې دردیږي له ارمانه سرهغواړمه پوه شم همېشه ستا قوانینو باندې
21 ته کبرجن او لعنتیان رټېاو هغه خلک چې سرکښيستا له حکمونو کوي
22 زما نه لېرې بې ننګي او سپکاوی کړه تهځکه چې زه کوم عمل ستا په حکمونو باندې
23 سره له دې چې حاکمان دي راغونډ شوياو په ضد مې دسیسه جوړويخو ستا خدمتګار به کوي فکرستا په قوانینو باندې
24 ستا په حکمونو خوشحالېږمه زههغه زما دپاره دي راهنما
25 زه یمه مرګ ته نژدې شویما راژوندی کړه لکه څنګه چې دې کړې وعده
26 څه چې ما کړي د هغو مې درته وکړ اقراراو تا ځواب راکړماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
27 راسره مرسته وکړه چې ستا په اصولو پوه شمنو زه به فکر کوم ستا په عجیبه کارونو
28 زما ځان ستومانه شوی دی له ډېره غمهپه خپل کلام دې ماته راکړه قوت
29 غلطو لارو نه مې وساته تهما سره ښه وکړه او راته رازده کړهته دې خپل شریعت
30 د وفا لاره خوښه کړې ده ماما خپل پام دی اړولی قوانینو ته ستا
31 ستا په حکمونو باندې ټینګ ولاړ یم ای څښتنهای څښتنه، مه مې پرېږده چې وشرمېږمه زه
32 زه به په شوق سره کومه اطاعتستا له حکمونو څخهځکه چې ته به راکړې زیاته پوهه
33 ماته راوښایه څښتنه، ته معنی د قوانینو خپلوزه تر اخره به هغو باندې عمل کومه
34 ماته پوهه راکړه په خپل شریعت باندېزه به یې کوم اطاعتزه به عمل کوم هغه باندې د زړه له کومي
35 ما روان کړه ته د خپلو حکمونو په لارځکه زه مومم خپله خوشحالي هغو کې
36 ما سره شوق کړه راپیدا چې اطاعت وکړمهستا د حکمونو څخهنه چې دولت وګټم
37 نظر مې واړوه ته خوشې شیانو څخهماته ژوند راکړه په خپلو لارو دې
38 پوره کړه خپله وعده خپل خدمتګار سرههغه وعده چې تا ده کړې هغو خلکو سرهچې کوي وېره له تا
39 ته مې له هغې رسوایۍ وساتهچې ترې وېرېږمه زهځکه چې ستا قضاوتونه ښه دي
40 څومره ارمان لرمه چې اطاعت وکړمهستا له اصولو څخهنوی ژوند راکړه ماته، ځکه چې ته یې عادل
41 ماته دې راکړه خپله تلپاتې مینه ای څښتنهاو راکړه خلاصون لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
42 نو بیا به زه ورکړم ځواب هغوی تهچې سپکاوی مې کويځکه چې زه کوم باور ستا په کلام باندې
43 ماته توان راکړه چې وکړم همېشه د حقیقت خبرېځکه چې ستا په قوانینو زه باور لرمه
44 زه همېشه به اطاعت ستا د شریعت کومهتر ابده او ابده پورې
45 زه به کامله ازادۍ کې خپل ژوندون تېرومځکه کوښښ مې کړی چې عمل وکړمهستا په اصولو باندې
46 زه به اعلان کړم ستا حکمونه پاچاهانو تهاو زه به نه شرمېږم
47 ستا په حکمونو زه خوشحاله یمهځکه چې خوښ دي زما
48 ستا حکمونه مې خوښیږي او عزت یې کومستا قوانینو باندې غور کوم
49 در په یاده کړه هغه وعدهچې دې کړې وه د خپل خادم سرهځکه چې ماته یې امید راکړی
50 حتی په سخته کې مې وشي تسليځکه وعده دې ماته ژوند راکوي
51 کبرجن خلک په ما ډېرې ملنډې وهيخو ستا له شریعته زه مخ نه اړوم
52 راته په یاد دي له پخوا نه قوانین د ستازما کیږي تسلي په هغو ای څښتنه
53 زه ډېر په قهر یم په بدکاره خلکوځکه چې دوی ستا شریعت ماتوي
54 په هرځای کې چې اوسېږمه زهزه جوړوم سندرې ستا د قوانینو په هکله
55 زه یادومه د شپې ستا نوم څښتنهاو ستا په شریعت باندې عمل کومه
56 دا ؤ عادت زما چې عمل وکړمه زهستا په اصولو باندې
57 ته زما هرڅه یې ای څښتنهدا مې وعده ده چې عمل به کومستا په کلام باندې
58 د زړه له کومي تاته سوال کومهچې په ما رحم وکړېلکه چې څنګه دې وعده کړې ده
59 د خپل کړو وړو په هکله فکر کوماو دا مې وعده ده چې پیروي به کومستا له حکمونو څخه
60 زه به په بیړه او بې له ځنډهعمل کوم ستا په حکمونو باندې
61 بدکاره خلکو راته ایښی دی دامخو هېر به نه کړمه د ستا شریعت
62 په نیمه شپه کې راپاڅېږمه زهچې ستا ثنا ووایمځکه چې ته قضاوتونه په انصاف کوې
63 زه ملګری د هغو یم چې وېریږي له تاد هغو ټولو خلکو چې دې عمل په اصولو کوي
64 دنیا ده ډکه ستا له تلپاتې مینې ای څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
65 خپله وعده باندې ولاړ یې ای څښتنهخپل خدمتګار سره دې ښه کوې ته
66 ماته ښه حکمت او پوهه راکړهځکه چې زه کوم باور ستا په حکمونو باندې
67 مخکې له دې چې مصیبت ووینمبې لارې شوی وم زهخو اوس ستا په کلام باندې عمل کوم زه
68 ته نېک یې او نېک کارونه کوېماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
69 مغروره خلک وایي دروغ زما په هکلهخو د زړه له کومي اطاعت ستا د اصولو کوم
70 دغه دروغجن خلک شعور نه لريخو ستا په شریعت باندې خوشحاله یمه
71 ښه وه زما دپاره چې په تکلیف شومځکه سبب شو د دې چې ستا قوانین زده کړم
72 هغه شریعت چې تا راکړیډېر قیمتي دی ماتهله ډېرو سرو او سپینو زرو
73 تا زه جوړ کړی یم په خپلو لاسواو پیدا کړی دې یمته راته راکړه پوهه ترڅو زه زده کړمه حکمونه د ستا
74 څوک چې وېریږي له تا شي به خوشحاله په لیدلو زماځکه چې زه ستا په کلام باندې باور لرمه
75په دې پوهېږمه څښتنه چې قضاوت کوې په عدل سرهاو ته په حقه یې چې را دې کړه سزا ماته
76 لکه چې څنګه دې وعده کړې دهخپل خدمتګار سرهماته دې راکړي تسلي ستا تلپاتې مینه
77 په ما رحم وکړه چې زه ژوندی اوسمستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
78 ودې شرمیږي مغرور خلکچې په دروغو په ما تور لګويخو زه به غور کوم ستا په اصولو باندې
79 څوک چې کړي وېره له تا بېرته دې راشي ماتههغه خلک چې پوهیږي ستا حکمونو باندې
80 پرېږده چې وکړم اطاعت په پوره توګهستا له قوانینو څخهبیا به زه هېڅکله خجل نه شم
81 ستومانه شوی یمه ای څښتنه له انتظارهچې خلاصون راکړې تهستا په کلام باندې باور لرمه
82 ستا د وعدې په انتظار مې سترګې ستړې شولېاو پوښتنه کوم: «کله به ماته تسلي راکوې؟»
83 زه یم وچ شوی د هغه مشک په شانچې وي وهلی لوګيخو ما هېر کړي نه دي ستا قوانین
84 ستا خدمتګار به انتظار وباسي تر کومه پورې؟ته به کله هغو خلکو ته سزا ورکوېچې ما ځوروي؟
85 هغه مغرور خلک چې نافرماني کويستا له شریعته څخهکندې وباسي ماتهچې مې په لومه کې راګېر کاندي
86 ستا ټول حکمونه د باور وړ ديما سره مرسته وکړهځکه چې خلک مې ځوروي ناحقه
87 دې ته نژدې وم چې مې کړي ورکد ځمکې له مخهخو ما پرېنښودل ستا اصول
88 د خپلې مینې په خاطر دې ما ژوندی وساتهترڅو زه وکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
89 ابدي دی ستا کلام څښتنهدی په اسمان کې قایم
90 وفاداري ستا دوام مومي ټولو نسلونو پورېتا راپیدا کړه ځمکه او وي به ټینګه تل دپاره
91 ستا په حکم ټول شیان ديتر نن ورځې پورې پاتېځکه چې ټول ستا په خدمت کې دي
92 که خوشحالي مې ستا شریعت کې نه واینو له دردونو نه مړ شوی به وای
93 زه به هېڅکله ستا اصول هېر نه کړمځکه ژوندی دې یم ساتلی په هغو باندې
94 زه د ستا یم ومې ژغورهځکه کوښښ مې کړیچې عمل ستا په اصولو وکړم
95 بدکاره خلک انتظار وباسي چې ومې وژنيخو زه به ستا په حکمونو باندې غور کوم
96 په دې پوهېږم چې هر شی لري حدخو ستا حکمونه هېڅ کوم حد نه لري
97 زه څومره مینه کوم ستا د شریعت سرهزه ټوله ورځ کومه فکر د هغه په هکله
98 هوښیاروي مې ستا حکمونهله دښمنه مې زیاتځکه چې ما سره همېش وي هغه
99 زه له خپلو ټولو استاذانو زیات پوهېږمځکه چې غور کوم ستا په حکمونو باندې
100 زه له مشرانو څخه زیات پوهېږمځکه چې کړمه عمل ستا په اصولو باندې
101 د بدو لارو مې ساتلي قدمونه خپلځکه زه غواړم عمل وکړم ستا په کلام باندې
102 ستا قوانین مې له نظره غورځولي نه ديځکه چې تا راته زده کړي هغه
103 دا ستا کلام دی څومره خوږ ماتهحتی د شاتو نه هم زیات خوږ دی
104 حاصلومه زه حکمت ستا له اصولو څخهنو زه نفرت کومه له ټولو بدو لارو
105 دا ستا کلام دی څراغ زما د پښو دپارهاو ده رڼا زما د لارو
106 ما خوړلی دی قسم او ورباندې ټینګ ولاړ یمچې عمل وکړمه زه ستا په عادلانه قوانینو
107 زما دردونه او سختۍ دي ای څښتنهپه رښتیا ډېر زیاتلکه چې څنګه دې وعده کړې دهما ژوندی وساته
108 د شکرګزارۍ دعا قبوله کړه زما څښتنهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
109 زه اچوم خپل ژوند خطر کې همېشخو نه هېروم به زه شریعت د ستا
110 بدکاره خلکو راته دام ایښی دیخو سرکښي مې کړې نه ده ستا له قوانینو څخه
111 ستا حکمونه دي زما دپاره ابدي شتمنيخوشحالیږي زما زړه ورباندې
112 ما فیصله کړې ده چې به د مرګ تر ورځېستا د قوانینو اطاعت کومه
113 زه له دوه مخي سړي کرکه کومخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
114 ته پناه ځای یې زما او زما سپر یېستا په کلام باندې باور لرمه
115 ای ګناهکارو خلکو، له ما نه لېرې شئترڅو د خپل خدای په حکمونو زه عمل وکړمه
116 لکه چې څنګه دې وعده کړې دهماته قوت راکړه ترڅو ژوندی پاتې شمپه مایوسۍ کې مې د شرم سره مخ نه کړې
117 ملاتړ مې وکړه او زه به اوسم خوندينو زه به همېش ستا په قوانینو باندې غور کوم
118 ته رد کوې هغه خلکچې اطاعت نه کوي ستا له قوانینو څخهدي باطلې د هغوی هغه نقشې چې غولوونکې دي
119 ټول بدعمله د دنیا ته غورځوېلکه خزلو په شاننو ځکه زه خوښوم ستا حکمونه
120 ستا له وېرې مې بدن رپیږيله قضاوتونو دې وېرېږمه زه
121 ما باانصافه او ښه کارونه کړيخپل دښمنانو ته مې مه پرېږده ته
122 وکړه وعده راسره چېخپل خادم سره به مرسته کوېمغروره خلک مه پرېږده چې په ما ظلم وکړي
123 ستا د نجات په انتظار مې سترګې ستړې شولېد کوم خلاصون دپاره چې دې وعده کړې ده
124 د خپلې مینې مطابق راسره وکړه رفتارماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
125 زه ستا خادم یم ماته پوهه راکړهترڅو زه پوه شم ستا په حکمونو باندې
126 ای څښتنه، د دې وخت راغلیچې ته عمل وکړېځکه چې خلکو سرکښي کړې دهستا له شریعته څخه
127 نو ځکه د سرو زرو نه هم زیاتزما خوښیږي ستا حکمونههم زیات له ډېرې ښې طلا نه
128 نو زه ستا ټول اصول سم ګڼمهنفرت کوم له غولوونکو لارو
129 ډېر عجیبه دي حکمونه ستانو ځکه زه ورباندې کومه عمل
130 بیانول ستا د کلامروښانوي د انسانانو ذهناو ورکوي پوهه ساده ګانو ته
131 ستا د حکمونو دومره تږی یمهخوله مې خلاصه ده نیولې او ارمانجن یمه زه
132 ماته وګوره او رحم په ما وکړهلکه چې څنګه یې کوې په هغو خلکو باندېچې کوي مینه ستا له نوم سره
133 زما قدمونه کړه ټینګ ستا د کلام په لارهمه مې پرېږده چې غالبه شي ګناه په ما
134 چې په ما ظلم کويد هغو خلکو نه مې خلاص کړه تهترڅو زه وکړای شم عمل ستا اصولو باندې
135 په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار تهماته رازده کړه ته دې خپل قوانین
136 اوښکې بهیږي زما له سترګو څخه لکه ویالو په شانځکه چې خلک ستا په شریعت باندې عمل نه کوي
137 ته عادل یې ای څښتنهاو ستا قضاوتونه دي ولاړ په عدل
138 هغه شریعت چې ټاکلی دی تاعادلانه دی او بېخي صحیح دی
139 زما غیرت زما بدن سوځويځکه چې زما دښمنانو ستا کلام هېر کړی
140 یقیني ده څومره ستا وعدهزه ستا خدمتګار ورسره مینه کوم
141 زه هېڅ شی نه یم او سپکاوی مې کیږيخو نه هېرومه اصولونه د ستا
142 ستا عدالت دی ابدياو ستا شریعت دی همېشه رښتینی
143 په ما راغلې پرېشاني او تکلیفخو زه خوشحاله یمه ستا له حکمونو څخه
144 د ستا حکمونه عادلانه دي همېشته پوهه راکړه چې ژوندی پاتې شم
145 د زړه له کومي درته کومه فریادځواب راکړه ای څښتنهاو زه به وکړمه عمل ستا په قوانینو باندې
146 تاته فریاد کومه وژغوره مااو زه به کومه عمل په حکمونو د ستا
147 زه راپاڅېږم لمرخاته نه مخکېاو ستا د کومک دپاره کړمه فریادستا په کلام کې زما هیلې نغښتې
148 ټوله شپه ویښ پروت یمهچې ستا د وعدو په هکله غور وکړم
149 د خپلې مینې په خاطر زما دعا واورهای څښتنه، د خپل انصاف له مخې وساته ژوند زما
150 رانژدې شوي هغه خلک راتهچې دي روان په شرارت پسېیعنې هغوی چې دي لېرې ستا شریعت نه
151 خو ته نژدې یې راته ای څښتنهاو ټول حکمونه دي رښتیني د ستا
152 د ډېر پخوا نه مې زده کړي ديستا د حکمونو څخهچې قایم کړي تا ابدي دي هغه
153 زما دردونه او سختۍ وګورهماته خلاصون راکړهځکه شریعت دې ما هېر کړی نه دی
154 زما د حق نه دفاع وکړه او ازاد مې کړهماته نجات راکړه لکه چې څنګه دې وعده کړې ده
155 بدکاره خلک به خلاصون نه موميځکه چې ستا د قوانینو اطاعت نه کوي
156 ای څښتنه، ستا رحمت ډېر لوی دید خپل انصاف له مخې وژغوره ژوند زما
157 ډېر دښمنان دي زما چې ځوروي هغوی ماخو ګرځېدلی نه یم ستا له حکمونو څخه
158 کله چې ګورمه زه دغو خاینانو تهنو د هغو نه مې نفرت راشيځکه چې نه کوي عمل ستا په کلام باندې
159 ګوره څښتنه، څومره مینه کومستا له اصولو سرهمینه دې هېڅکله بدلیږي نهنو زما ژوند وژغوره
160 دی رښتینی ستا ټول کلامعادلانه او ابدي ديټول قضاوتونه ستا
161 ما بې سببه ځوروي دا د قدرت خاوندانخو زه احترام ستا د کلام کومه
162 ستا په وعدو داسې خوشحاله یمهلکه څوک چې خزانه پیدا کړي
163 زه د درواغو څخه کرکه کوم او بد وړمهخو ستا د شریعت سره زه مینه کوم
164 هره ورځ اووه ځلې ثنا دې وایمځکه چې دي عادلانه قضاوتونه د ستا
165 هغوی چې مینه کوي ستا له شریعته سرهدي برخمن له پوره امن څخههېڅ داسې شی نشته چې دوی راوغورځوي
166 ستا د خلاصون په انتظار یمه زه ای څښتنهکړمه عمل ستا په حکمونو باندې
167 زه اطاعت ستا د حکمونو کومځکه چې زه ورسره لرمه ډېره مینه
168 ستا په اصولو او حکمونو زه عمل کومهځکه چې زما ټولو کارونو نه خبر یې ته
169 زما د مرستې فریادونهدې ای څښتنه تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته پوهه راکړه
170 زما زاري دې تاته درورسیږيخپلې وعدې سره دې سم ماته نجات راکړه
171 زما په ژبه به وي ستا ثنا او صفتځکه چې ماته زده کوې خپل قوانین
172 زه به سندره وایم ستا د کلام په هکلهځکه چې دي عادلانه ټول حکمونه ستا
173 ماته لاس د مرستې راکړهځکه چې ما دا غوره کړېچې پیروي کومه ستا له اصولو څخه
174 زه په ارمان ستا د نجات یمه ای څښتنهستا په شریعت کې خوشحالي ده زما
175 ژوندی مې پرېږده چې ثنا دې وایمستا قوانین دې زما مرسته وکړي
176 لکه ورک شوی پسه زه سرګردانه یمهراشه او ولټوه خپل خدمتګارځکه چې ما هېر کړي نه دي حکمونه ستا