څپرکی 33

ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړيهغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغېمناسبه ده ستاینه د هغه د صادقانو دپاره
2 وکړئ شکرونه د څښتن په وهلو د رڅپرکیهم ورته وغږوئ ساز په چنګ سره
3 هغه ته ووایئ سندره نوېپه ښو سازونو سرهاو لوړ اوازونو سره
4 د څښتن کلام رښتینی او صحیح دیټول کارونه د هغه د باور وړ دي
5 خوښوي څښتن نېکي او عدالتده ځمکه ډکه د څښتن له تلپاتې مینې
6 اسمانونه د څښتن په حکم جوړ شولپه خبره یې د خولې لمر او سپوږمۍ او ستوري جوړ شول
7 دریابونه یې په یو ځای کې راټول کړلکړل بحرونه هغه بند په لویو لویو ذخیرو کې
8 پرېږدئ ټوله ځمکه د څښتن څخه په وېره شيپرېږدئ ټول خلک د نړۍ یې درناوی وکړي
9 کله چې ده ورکړو فرمان نو دا دنیا شوه پیداد ده په امر ټول شیان پیدا شول
10 د قومونو پلانونه څښتن ورشنډوينه پرېږدي هغوی چې کړي حاصل خپل مقصدونه
11 خو تل ترتله کړي دوام د ده پلانونهټولو نسلونو پورې وي به دوامدار یې مقصدونه
12 چې خدای یې وي څښتن نو هغه قوم بختور دیچې خپل ځان ته یې غوره کړي هغه خلک بختور دي
13 لاندې ګوري له اسمان ځینې څښتنویني مونږ ټول انسانان
14 په اسمان کې له خپل تخت نههغه څاري ټول اوسېدونکي د جهان
15 دی جوړوونکی د هغوی د ټولو زړونو هغهاو هم خبر یې دی د ټولو عملونو هغه
16 په خپل قوي لښکر پاچا کامیابېدلی نه شيپه خپل زیات ځواک سره عسکر روغ راوتلی نه شي
17 څوک چې په اس یقین لري بری موندلی نه شيکه زورور وي اس بیاهم څوک بچ کولای نه شي
18 څښتن ساتي خپل نظر په هغو خلکوچې کړي وېره له هغه نهاو څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه
19 هغه دوی ساتي له مرګي نهپه وختونو د قحطۍ کې یې هم ساتي ژوندي
20 مونږ یو په امید کې کړو څښتن ته انتظاردی مرستندوی زمونږ او زمونږ سپر دی
21 زمونږ زړونه دي خوشحال د ده په وجهځکه مونږ کړو توکل د ده په پاک نامه
22 څنګه چې تاته دی زمونږ امیدداسې دې ستا تلپاتې مینه وي زمونږه سره