څپرکی 52

ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟ده تلپاتې د خدای مینه
2 ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلکد ستا ژبه د چاړې په شان تېره دهته همېش جوړوې دروغ
3 له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې تهله رښتیا څخه درواغ ډېر خوښوې ته
4 ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستاچې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې
5 نو خدای به تا کړي تل دپاره نابودهغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوياو ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي
6 نېکان به وویني دا، شي به حیرانهغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:
7 «وګورئ، هغه زورور ته تاسوچې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپارهبلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کولهپه بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»
8 خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شانچې د خدای کور کې راشنه کیږي هغهپه ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه
9 هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایههمېشه شکر کومزه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکېستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړمچې مهربان یې خدایه