څپرکی 95

راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې!راځئ چې خپل قوي ژغورونکي تهمونږ چیغې د خوښۍ ووهو
2 راځئ حضور ته د هغه د شکرانې سره یوځای ورشووکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه
3 ځکه څښتن لوی خدای دیټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی
4 هغه حکومت کوي په ټولې نړۍد ځمکې د ژورو برخو څخهد غرو تر لوړو څوکو
5 دریابونه د هغه دي ځکه هغه دي پیدا کړيورکړی ځمکې ته یې شکل دی په خپلو لاسو
6 راځئ چې مونږه په سجده شو عبادت وکړوشو په ګونډو د خپل څښتن او خپل خالق حضور کې
7 ځکه هغه دی زمونږ خدایمونږه یو قوم د هغه او هغه پام کويپه مونږ باندې لکه شپونکي په شانمونږه یو رمه د هغه چې هغه یې لارښوونه کانديکه تاسو نن واورئ اواز د هغه:
8 «نو مه سختوئ خپل زړونهلکه چې څنګه مو سخت کړي ووپه دښته د مسا او مریبه کې تاسو
9 ستاسو نیکونو امتحان کړمه په هغه ځای کېکه څه هم دوی ؤ زما عمل لیدلیخو بیا یې هم وازمایلمه زه
10 زه له هغه نسل نه څلوېښت کاله بېزاره ومهما ویل: ‹زما نه لېرې دي د هغوی زړونهنه غواړي عمل وکړي زما په حکمونو باندې›
11 نو زه په قهر شوم قسم مې وخوړ:‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه هېواد تهچېرته چې زه به ورکومه ارام›»