څپرکی 130

د ډېرې زیاتې مایوسۍ نهکړم فریاد تاته ای څښتنه
2 زما زارۍ واوره ای څښتنهفریاد مې واوره د کومک په خاطر
3 که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنهنو څوک ستا مخکې ودرېدلی شي؟
4 خو ته بخښونکی یېنو باید مونږ ووېرېږو ستا څخه
5 زه څښتن ته انتظار کومهزه په خپله انتظار کومهاو په کلام یې زه باور لرمه
6 زه انتظار کوم څښتن دپارهد دې نه زیات انتظارچې پهره دار یې تر سهاره کويد دې نه زیات انتظارچې پهره دار یې تر سهاره کوي
7 ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئځکه چې مینه یې تلپاتې دهاو هغه راضي دی همېشه چې درکړي خلاصون
8 هغه په خپله به خپل قوم اسراییلله خپلو ټولو ګناهونو خلاص کړي