څپرکی 17

واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپارههم د مرستې په خاطر زما فریاد واورهواوره دعا ته زما د بې ریا زړه
2 زما په حق کې ته انصاف وکړهځکه پوهېږې حقیقت باندې ته
3 تا امتحان کړ زما زړهته په شپه کې راغلې ماتهزه دې ښه وازمایلمهېڅ بدي دې پیدا نه کړله په ما کې
4 لکه د نورو په شان نه کوم خبرې بدېما دی کړی اطاعت د ستا د امرما د ظلم لاره نه ده خپله کړې
5 یمه تللی همېشه د ستا په لارهښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه
6 خدایه فریاد کومه ځکه راکوې ته ځوابونیسه غوږ ماته واوره زما بیان
7 عجیبه او تلپاتې مینه دې ښکاره کړه ماتهژغوري ستا ځواکمن لاس هغویچې پناه غواړي په تا کې له دښمنه
8 ومې ساته لکه کسي د چشمانوپټ مې کړه د سیوري د وزرو نه دې
9 ومې ساته له بد کارو چې حمله کوي په ماله قاتلو دښمنانو چې چاپېره دي له ما
10 رحم نشته په هغوی کېکړي خبرې کبرجنې
11 په ما پسې دي هغویچاپېر شوي دي له ما نهپه هرځای کې چې زه ګرځمدوی فرصت ته انتظار کړيچې ما وولي په ځمکه
12 دوی په شان دي د هغو وږیو زمریانوچې کړي ښکار خوراک دپارهیا په مثل د زمریانو د بچیانوچې په پټ ځای کې وي ناست حملې دپاره
13 ای څښتنه، شه راپورته مقابل کېته زما د دښمنانو او دوی مات کړهله بدکارو مې کړه خلاص په توره خپله
14 چې هرڅه لري هغوی په دې دنیا کېما کړه خلاص له داسې خلکوسزا ورکړه د کړاو چې تا ساتلی دوی دپارههم ورکړه پرېمانه کړاوونه یې بچیانو تهدغه شانتې ورکړه کړاوونه د بچیانو اولادو ته یې
15 خو زه به وکړم ستا دیدارځکه بد مې کړي نه دياو چې کله رابېدار شمموجودیت د ستا قانع به زما زړه کړي