څپرکی 145

بیانوم به ستا لویي ای زما خدایه ای زما پاچازه تر ابده به کوم ستا د نامه ستاینه
2 زه هره ورځ به ستا ثنا وایمهثنا او صفت به ستا د نوم کړم تر ابده پورې
3 څښتن لوی دی او لایق دی د ډېر زیات صفتزمونږ د پوهې نه بهر ده د هغه لویي
4 ستا د کارونو به صفت کیږيله یوه نسل نه تر بله پورېبیانوي به هغوی ستا زورور کارونه
5 دوی به کوي ستا د جلال او شان او شوکت خبرېاو زه به کومه غور ستا په عجیبه کارونو
6 خلک به خبرې کويستا د قوي او هیبتناکه کارو په هکلهاو بیانوم به زه لویي د ستا
7 بیانوي به هغوی زیاتې نېکۍ ستااو وایي سندرې به په خوشحالۍ سرهستا د عدالت په هکله
8 څښتن رحیم او مهربانه دیزر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده
9 مهربانه په هر چا دی هغهاو رحم کوي په خپلو ټولو مخلوقاتو باندې
10 ټول مخلوقات به ستا ای څښتنه وکړي شکر ستااو ستا وفادار خلک به ووایي ثنا د ستا
11 هغوی به خبرې وکړيستا د پاچاهۍ د جلال په هکلهاو بیانوي به ستا قدرت
12 ترڅو خبر شي ټول خلک ستا له زورورو کارواو ستا د شاهۍ له شان شوکته څخه
13 ابدي ده پاچاهي ستااو تل ترتله به پاچا یې تهخپلو وعدو ته وفادار دی څښتناو ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
14 کوي مرسته د هغو خلکو سرهچې په تکلیف کې ويلاس ورکوي کړوپ شویو خلکو ته
15 ټولو ژوندیو موجوداتو د امید سترګې نیولې تاتهچې په خپل وخت ورته خواړه ورکړې
16 ته یې پرېمانه ورکوې هغوی تهاو پوره کوې غوښتنې د ټول ژوندي مخلوق
17 ټولو کارونو کې عادل دی څښتناو ټولو کارونو کې رحیم دی هغه
18 څښتن نژدې دی هغه چاته چې ورته کړي فریادهغه چاته چې په اخلاص ورته فریاد کوي
19 پوره کوي غوښتنې د هغو چې وېره کړي له هغههغه یې اوري فریادونه او خلاصون ورکوي
20 څوک چې کوي ورسره مینه نو ساتي یې هغهخو بدکاران به ټول تباه کړي هغه
21 ثنا او صفت به زه د څښتن کومهټول مخلوقات دې تل صفت کړي د هغه د پاک نوم