څپرکی 84

ای مطلق قادر څښتنهڅومره زړه وړونکی دی ستا د اوسېدلو ځای
2 څومره مې زړه غواړي چې واوسم هلتهڅښتن دربار کې اوسېدو پسې مې چوي زړګیزه ژوندي خدای ته په خپل ټول زړه او ځانچیغې د خوښۍ وهمه
3 د قربانۍ د ځایونو په خوا کې دېچڼچڼو، توتکیو ځالې جوړې کړې ځان تهاو توتکۍ په کې بچي ساتي خپلمطلق قادر څښتنه، زما پاچا او زما خدایه
4 هغوی څومره بختور دي چې اوسیږي ستا په کور کېاو تل سندرې د ثنا ستا وایي
5 هغوی څومره بختور دي چې د ستا نه قوت موميڅوک لري دا شوق چې د صهیون غره ته سفر وکړي
6 د بکا د وچې درې څخه چې دوی تېریږينو له هغه ځای څخه چینې جوړیږيباران د مني ډکوي یې برکتونو باندې
7 د دوی طاقت سفر کولو سره لا زیاتیږياو د دوی هر یو په صهیون کې حاضریږي خدای ته
8 ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه، واوره دعا زما!ای د یعقوب خدایه، ته ماته غوږ ونیسه!
9 ای خدایه، زمونږ پاچا ته چې مو سپر دی برکت ورکړههغه پاچا چې تا په خپله غوره کړی
10 د یوې ورځې تېرول ستا دربار کېبهتر دي بل ځای کې له زرو ورځوتش درېدل د خپل خدای کور د دروازې مخې تهد بدکارانو په خېمو کې اوسېدو څخه بهتر ګڼمه
11 څښتن سپر دی زمونږ او ځلیږي لکه د لمر په شانهغه برکت راکوي مونږ ته په فضل او عزتنه سپموي هېڅ ښه شی له هغو څخهد چا چې لارې وي بې داغه لارې
12 ای مطلق قادر څښتنهڅومره بختور دی هغه کس چې په تا باندې توکل کوي