څپرکی 60

تا مونږه رد کړو خدایههم دې کړې ماتې دفاع ګانې زمونږته خفه شوی یې له مونږاوس مونږه بېرته په خپل حال کړه
2 تا ولړزوله ځمکهاو هغه دې وشلولهاوس یې بېرته کړه راجوړهځکه اوس هغه زنګیږي
3 تا خپل خلک کړاوونو کې اخته کړلتا راکړل شراب مونږ تهمونږ یې ړنګ او بنګ کړلو
4 تا اشاره وکړه هغو ته چې عبادت کړي ستاچې د دښمن د غشو وتښتي دوی
5 په خپل طاقت دې مونږه وژغورهاو قبوله زمونږ دعا کړهترڅو نجات ومومي هغه خلکد هغه چا سره چې مینه کوې
6 د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړماو د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
7 جلعاد زما دی او منسي مې هم دیدی افرایم مې اوسپنیزه خولۍاو یهودا مې شاهانه امسا ده
8 خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شانخپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمهپه فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
9 څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
10 تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
11 مرسته مو وکړه د دښمن په خلافنه لري ګټه د انسان مرسته
12 مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږهغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان