څپرکی 108

زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایهزه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه
2 ای زما چنګه او رڅپرکیه رابېدار شئ!زه راویښ به سباوون کړم
3 ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کېهم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
4 له اسمانونو نه ده لوړه ستا تلپاتې مینهوفاداري دې تر فلکه رسي
5 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6 په خپل طاقت دې مونږه وژغورهاو قبوله زما دعا کړهترڅو نجات ومومي هغه خلکد هغه چا سره چې مینه کوې
7 د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړماو د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
8 جلعاد زما دی او منسي مې هم دیدی افرایم مې اوسپنیزه خولۍاو یهودا مې شاهانه امسا ده
9 خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شانخپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمهپه فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
10 څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
11 تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
12 مرسته مو وکړه د دښمن په خلافنه لري ګټه د انسان مرسته
13 مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږهغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان