څپرکی 97

څښتن پاچا دی نو ای ځمکې خوښي وکړه!ټولو ټاپو ګانو خوشحالي وکړئ!
2 ترې چاپېره دي تورې تیارې او ورېځېایښودل شوی دی بنیاد د پاچاهۍ یېپه عدالت او په انصاف باندې
3 اور دی روان یې مخکېسوځوي یې دښمنان په شاوخوا کې
4 برېښنا ګانې یې نړۍ رڼا کويځمکه چې وویني هغه نو پرې لړزان راشي
5 ویلې کیږي غرونه لکه د موم په شان د څښتن مخکېد ټول جهان د څښتن مخکې
6 اسمانونه عدالت اعلانوي د هغهاو ټول قومونه یې جلال ویني
7 ټول هغه خلک چې عبادت کړي د بې ګټې بتانوویاړ په عبادت چې د بتانو بې ارزښتو کړيهغه به وشرمیږيای نورو ټولو خدایانووکړئ څښتن ته سجده!
8 ای څښتنه ستا قضاوتونو باندېپه اورېدو یې خوشحالي کوي د صهیون خلککوي خوښي د یهودا ښارونه
9 ځکه چې ته یې متعال ټولې نړۍ ته ای څښتنهته یې ډېر لوی له نورو ټولو خدایانو
10 ای تاسو خلکو چې کوئ مینه د څښتن سرهنو کوئ کرکه له بدۍ څخه!هغه خوندي ساتي د خپلو وفادارو ژوندونهم یې له لاسه د بدکارو ژغوري
11 ځلیږي نور په عادلانو باندېخوشحالي په برخه کیږي د نېکانو
12 ای نېکو خلکو، خوشحالي هغو کارو ته وکړئکوم چې څښتن کړي ديد هغه د سپېڅلي نوم شکر وکړئ!