څپرکی 106

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
2 څوک کولای شي بیان کړي د هغه عظیم کارونه؟څوک په پوره توګه کولای شي صفت یې وکړي؟
3 بختور هغه دي چې کړي انصاف د نورو سرهچې تل دپاره نېک کارونه کوي
4 احسان کوې چې په خپل قوم، ما هم په یاد ساتهماته هم راکړه نجات کله چې نجات ته ورکوې هغوی ته
5 چې غوره شوی قوم زه ستا نېکمرغه ووینمهاو له هغوی سره خوشحاله اوسماو ستا د خلکو په ویاړونو کې شریک شمه زه
6 مونږه ګناه کړې ده لکه چې کړې وه نیکونو زمونږمونږه ګناه او بد عمل کړی دی
7 زمونږ نیکونه نه شول پوه مصر کېپه عجیبه کارو د خدای باندېهغوی کړه هېره د هغه ډېره، تلپاتې مینهسرې بحیرې په غاړه وکړه سرکښي یې مقابل کې د ده
8 خو دوی ته وریې کړ نجات د خپل نامه په خاطرترڅو چې وښایي خپل لوی قدرت
9 سره بحیره چې هغه ورټله وچه شولهقوم یې خپل تېر کړ د دریاب په منځ کېلکه د دښتې په څېر وچه شوله ځمکه ورته
10 هغوی یې وژغورل د لاسه د هغو خلکوچې کړله کرکه یې له دوی څخههغوی یې خلاص کړل د خپلو دښمنانو د منګولو څخه
11 خو اوبو ډوب کړل د هغوی بدخواهانحتی یو کس هم ژوندی پاتې نه شو
12 بیا د هغه قوم اعتبار وکړ د ده په وعدهد ثنا او صفت سندره یې هغه ته وویله
13 خو هغوی زر هغه کارونه هېر کړلکوم چې څښتن کړي وواو نصیحت ته د هغه ونه کړ دوی انتظار
14 سخته اشتها د هغوی دښته کې پیدا شوه د خوړو لرهاو په صحرا کې یې په خدای ازمایښت وکړلو
15 نو څه چې غوښتي وو هغوی هغه یې ورکړل ورتهخو رانازل یې کړ په دوی باندې مرګونی مرض
16 کله هغوی چې کینه وکړله موسیٰ سره د دښتې کمپ کېاو هم هارون سره وقف شوی چې څښتن لره ؤ
17 بیا خوله خلاصه کړله ځمکې او ژوندی یې تېر کړ داتاناو په کې ښخ شول ابیرام او د هغه خلک
18 اور شو نازل په پیروانو د دوید اور لمبې وسوځول هغه بدکاره خلک
19 د سینا غره کې هغوی جوړ کړد سرو زرو خوسکیاو عبادت یې وکړ جوړ شوي بت ته
20 هغوی بدل خپل جلالي خدای کړلود یو غویي مجسمې ته چې ؤ خوراک یې واښه
21 هغوی هېر کړلو خپل ژغورونکی خدایتر سره کړي لوی کارونه چې یې مصر کې وو
22 څه معجزې چې هغه کړې وې د حام په وطنهم یې کړل هېر هغه عجیبه کارونهتر سره کړي یې چې وو سرې بحیرې په غاړه
23 نو کله چې وویل خدای چې به خپل قوم تباه کړيد هغه غوره شوی خدمتګار موسی راودرېدد هغوی د شفاعت دپارهچې قهر یې سوړ کړي او تباه نه کړي دوی
24 بیا هغوی وکړلو انکار د هغه ښه وطن د تللو ځینېځکه چې نه یې درلود باور د خدای په وعده
25 خپلو خېمو کې شول پاتې ګورېدل هغوینه یې منله د څښتن خبره
26 نو هغه پورته کړ خپل لاسقسم یې وخوړ ورتهچې په دې دښته کې به مړه کړي هغوی
27 خوره وره به اولاده یې کړي پردو قومونو کېچې هغوی مړه شي په پردیو وطنونو کې
28 بیا په فغور کې د خدای قوم کړلو ځان وقف بعل تهاو بتانو ته ورکړل شوې قربانۍ یې خوړلې
29 په دغو خپلو عملونو باندې دوی څښتن راوپاراوهاو په هغوی باندې وبا راغله
30 خو فینحاس پاڅېد مجرمانو ته یې سزا ورکړهاو وبا ودرېدله
31 دا عدالت کې د فینحاس شو حساباو تل ترتله به یادیږي هغه
32 د مریبه د چینو څنګ کې دوی څښتن غوسه کړشولو موسی د دوی له لاسه په کړاو
33 هغوی کړ دومره د موسی حالت تریخچې یې راووتل د خولې نه بې سنجشه الفاظ
34 نه کړل تباه دوی بېګانه قومونهڅنګه څښتن چې ؤ ورکړی حکم
35 ټینګې اړیکې د دوستۍ یې کړلې هغو سرهاو د هغوی بد رواجونه یې خپل کړل
36 عبادت یې وکړ د هغوی د بتانودا کار په څېر د یوه دام شو دوی ته
37 کړل قرباني یې پېریانو د کنعان تهخپل زامن او لوڼې
38 د بې ګناهو ماشومانو وینه یې تویه کړلهد خپلو لوڼو او زامنو وینهچې قرباني یې کړل بتانو د کنعان ته هغویپه وینو ولړله ځمکه هغوی
39 خپلو اعمالو باندې کړل یې خپل ځانونه ناپاکاو بې وفا شول خدای ته د زناکارې ښځې په شان
40 څښتن په قهر شو په خپل قوم باندېشولو بېزار له خپلو خلکو څخه
41 پردي قومونو ته یې تسلیم کړل هغویهغو حکومت کاوه په دوی چې ترې نفرت یې کاوه
42 دښمنانو د هغوی کاوه پرې ظلموو سخت ذلیل د دوی تر لاس لاندې
43 څښتن څو ځلې وژغوره خپل ولسخو دوی د هغه مقابل کې سرکښي غوره کړهاو په ګناه کې ډوب شول
44 خو بیاهم هغه په دوی باندې به رحم کاوهچې کله وو به مصیبت کې هغویاو اورېده به یې فریاد د هغوی
45 هغه رایاد کړلو خپل لوظ د هغوی په خاطراو کړه بدله فیصله یې په سببد خپلې تلپاتې زیاتې مینې
46 کړل هغوی ته یې خواخوږي هغه خلکچې اسیران وو دوی له هغو سره
47 وژغوره مونږ، زمونږ څښتنه خدایهمونږ یوځای سره راغونډ کړه له قومونوترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستاستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي
48 ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېبیا دې ووایي ټول قوم: «امین»ثنا او صفت دې وي څښتن ته!