څپرکی 141

تاته زاري کوم څښتنههمدا اوس راسره وکړه مرستهکله چې تاته کړم زاري نو ته مې واوره اواز
2 ته قبوله کړه دعا زما لکه د خوشبویۍ په شانما لاسونه پورته کړي په دعا کې ته قبوله یې کړهلکه چې څنګه قبلوې ته د ماښام قرباني
3 ای څښتنه، راسره مرسته وکړهچې وساتمه خپله خوله په واک کېچې بدې خبرې مې ونه وځي له شونډو څخه
4 ومې ساته چې شوقمن نه شم زه د بدو کارومه مې پرېږده چې شم شریکد بدو خلکو په کارونو کې زهاو شریک دې نه شمد هغوی په مېلمستیاوو کې زه
5 چې نېک سړی مې وهينو مهرباني به یې ويکه رټي مې هغهدا به وي د ښې دوا په شانچې زه یې رد نه کړمهخو زه دعا کومه تل د بدکارانو د عملونو په ضد
6 د ګړنګونو نه چې کله راګوزار شي حاکمان د هغویبدکاره خلک به اقرار وکړيچې خبرې وې رښتیا زما
7 هغوی به وایي: «لکه څنګه چې قلبه کوي څوکاو میده کوي خاورېداسې خواره واره پراته به ويزمونږ هډوکي د قبر خوله کې»
8 خو سترګې په لار یمه زه تاتهد کومک دپاره ای څښتن تعالیتا نه پناه غواړمهمه مې پرېږده چې مړ شم
9 ومې ساته هغو دامونو څخهچې راته ایښي هغوید بدکارانو د تیلکونو څخه
10 بدکاران دې شي راګېر خپلو دامونو کېاو زه ترې تېر شم روغ رمټ