څپرکی 78

ای زما قومه، زما تعلیم ته غوږ شئواورئ په غور زما د خولې خبرې
2 خبرې وبه کړمه زه په مثالونو باندېزه به رازونه کړم بیان د تېرو شوو وختو
3 هغه شیان چې اورېدلي او زده کړي مو ديهغه شیان چې مو نیکونو بیان کړي راته
4 هغه به پټ نه ساتو خپلو اولادونو څخهکړو به یې بیان راتلونکي نسل تهوړ د ستایلو کارنامې او هم قدرت د څښتناو هم کارونه عجیبه کوم چې هغه کړي دي
5 ورکړ هغه د اسراییلو قوم ته خپل شریعتهغه ولس چې د یعقوب نسل دیزمونږ نیکونو ته یې وکړ حکمچې اولادونو ته ورزده کړي هغه
6 ترڅو راتلونکی نسل زده کړي هغههم هغه کوچنیان چې لا پیدا نه دياو په خپل وار سره بیان خپل اولادونو ته کړي
7 نو په دې توګه به هغوی هم توکل وکاندي خدای باندېاو هېر به نه کړي کوم کارونه چې هغه کړي ديبلکې هغوی به اطاعت یې د حکمونو کوي
8 او دوی به نه وي سرکښان او نافرمانه خلکلکه د خپلو نیکه ګانو په شاند چا چې زړه ټینګ باور نه درلود خدای باندېاو نه یې روح ؤ وفادار هغه ته
9 سره له دې چې وو سمبال افرایمیان په لیندوخو د جګړې په ورځ یې تېښته وکړه
10 هغوی د خدای سره خپل لوظ باندې وفا ونه کړههغوی انکار وکړ ویې نه منلو قانون د هغه
11 هغوی دا هېر کړل چې هغه څه وکړلهغه معجزې چې خدای ښودلې وې هغوی ته
12 په داسې حال کې چې نیکونو یې کتلخدای معجزې ښودلېد مصر ملک او د ‎صوعن سیمه کې
13 خدای په دریاب کې کړله جوړه لارههغوی یې پورې ویستلاوبه یې سمې د دېوال په شانتې ودرولې
14 د ورځې دوی ته لارښوونه یې په ورېځې کړلهاو ټوله شپه به یې د اور په رڼا
15 هغه به دښته کې ګټونه چولاو ورکولې به یې اوبه هغوی تهداسې پرېمانه د بحرونو په شان
16 هغه ویالې جوړې کړېچې شي جاري له ګټ نهویې بهولې اوبهلکه سیندونو په شان
17 خو دوی د خدای په مقابل کې دوامداره ګناهونه کولدښته کې وکړه سرکښي یې خدای تعالی په وړاندې
18 هغوی قصدي په خدای کاوه ازمایښتد خپلې خوښې د خوړو چې یې غوښتنه کړله
19 دوی به د خدای په ضد خبرې کړلې ویل به هغوی:«ایا کولای شي خدای مونږ ته دسترخوان وغوړوي دښته کې؟
20 دغه رښتیا دي چې خدای ګټ وواههاو د سېلاب په شان جاري شوې اوبهخو ایا دا هم شي کولای چې ډوډۍ راته تیاره کاندي؟او هم ورکړي خپل قوم ته غوښه؟»
21 نو څښتن دوی باندې شو ډېر په قهرچې کله یې واورېدې د دوی خبرېاو د یعقوب په خلاف بل شولو اورپه اسراییلو باندې یې قهر په ډېرېدلو شولو
22 ځکه چې دوی په خدای ایمان نه درلودباور یې نه درلود چې هغوی ته به خلاصون ورکړي
23 خو پاس اسمان ته هغه حکم وکړاو دروازې یې د اسمان پرانیستې
24 ورته ویې لېږلو من چې دوی یې وخورياو ویې بخښلې دوی ته د اسمان غلې
25 انسان وخوړه ډوډۍ د فرښتوڅومره چې دوی غوښته خدای ورکړه ورته
26 له ختیځه یې راوالوزاوه باد په اسمانو کېاو په خپل قدرت یې راوړ باد له جنوبه څخه
27 لکه د دوړو په څېر غوښه یې نازله کړلهمرغان ډېر زیات لکه د شګو د دریاب د غاړې
28 هغوی یې پرېښودل چې ولویږي د کمپ په منځ کېټولو خېمو په شاوخوا باندې
29 نو خلکو وخوړل او شول پرې ماړهڅه چې دوی غوښتي وو خدای ورکړل ورته
30 لا پوره شوې اشتها یې نه وهمړۍ د خولو یې لا خوړلې نه وه
31 چې شو راپورته د خدای قهر په دویویې وژل د دوی قوي سړياو کړل یې مړه د اسراییلو ځوانان
32 سره له دې ټولو کارو خلکو بس نه کړه ګناهسره له دې چې معجزې یې د هغه ولیدېخو دوی بیاهم ایمان رانه وړلو هغه باندې
33 نو د هغوی ورځې یې کړې ختمې خوشېکړل یې کلونه خلاص په وېره وېره د دوی
34 کله چې دوی نه به خدای ووژل ځینې کسانهغه ته وبه کړه رجوع د هغو پاتې خلکوهغوی توبه ویستله او سخته دعا یې کوله
35 دوی ته وریاد شول چې خدای ؤ ساتونکی د دویچې خدای تعالی دی خلاصوونکی د دوی
36 خو بیا به دوی کړه چاپلوسي په خپلو خولو هغه تهویل به یې درواغ ورته په خپلو ژبو
37 هغه ته نه وو وفادار یې زړونهنه وو رښتیني د هغه لوظ ته
38 خو مهربان ؤ خدای خپل قوم باندېهغه ګناه د دوی وروبخښلهاو تباه یې نه کړل هغویپه څو څو وار یې د خپل قهر مخه ونیولهخپل غضب ټول یې راونه پاراوه
39 هغه رایاد کړل چې هغوی دي صرف فاني انسانانلکه د باد په شان چې لګي بېرته نه راګرځي
40 هغوی په دښته کې څو څو ځلېد هغه مقابل کې سرکښي وکړلهپه څو څو وار یې په صحرا کې خفه کړی هغه!
41 هغوی بیا بیا په خدای کاوه ازمایښتسپېڅلی خدای د اسراییلو یې په تکلیف کړی دی
42 دوی کړلو هېر لوی قدرت د هغهاو هغه ورځ چې دوی یې خلاص له دښمنانو کړل
43 هغوی کړې هېرې معجزېچې ښکاره کړې وې خدای مصر کېد صوعن سیمه کې عجیب کارونه
44 کړې یې بدلې د سیندونو او نهرونو اوبه په وینو باندېد څښاک اوبه نه وې مصریانو سره
45 په هغو باندې یې نازل کړل مچانکړل په عذاب یې هغویاو هم چونګښې چې یې ویجاړه کړله خاوره د دوی
46 هغه نازل کړل ملخان ورباندېچې یې فصلونه وخورياو چې تباه کړي کروندې د هغوی
47 د دوی تاکونه یې په ږلۍ تباه کړلد انځر ونې ورته ووهلې یخ باندې
48 د دوی پادې یې ووهلې په ږلۍ باندېاو ووهلې یې په تندر رمې
49 اور د خپل قهر یې راواستولو ورتهکړ یې نازل په هغوی غضب، قهر او مصیبتلکه د مرګ د فرښتو په شان په دوی راغلل
50 هغه خاموش نه کړلو خپل قهراو نه یې وژغورلو ژوند د هغویبلکې وبا باندې اخته کړل هغوی
51 ټول یې کړل مړه د مصریانو مشران زامند حام خېمو کې د هغوی د نارینتوب اولنۍ مېوه
52 بیا هغه خپل خلک راوویستل لکه پسونو په شاندښته کې وکړه لارښوونه یې د رمې په شان
53 روغ او رمټ یې هغوی بوتلل او دوی نه وېرېدلخو دریاب ‎غرق کړل دښمنان د هغوی
54 خدای هغوی خپل پاک وطن ته راوستلهغه غره ته چې نیولی یې په خپل ښي لاس ؤ
55 د دوی په مخکې یې وشړل د هغه ځای قومونهد هغوی ځمکه یې کړه تقسیم د اسراییلو قبیلو باندېکړلو مېشته یې خپل ولس بیا د هغوی کورو کې
56 خو سرکښي یې وکړله د خدای تعالی په وړاندېهغه یې وازمایهقبول یې نه کړل د هغه حکمونه
57 دوی یاغیان او بې وفا وو د نیکونو په شانبې اعتباره وو هغوی کږې لیندې په شان
58 خدای یې په قهر کړ خپلو کفري عبادتګاوو جوړولو باندېخپلو بتانو عبادت باندې یې وپاراوه غیرت د هغه
59 خدای ډېر په قهر شو چې یې دا واورېدلشو لاس په سر د اسراییلو څخه
60 پرېښود خپل استوګنځی شیلوه کېهغه خېمه چې اوسېده په کې هغه د انسانانو منځ کې
61 دښمنانو ته یې فرصت په لاس کې ورکړچې صندوق د لوظ ونیسي په زورهکومه چې نښه د قدرت او د جلال وه د ده
62 هغه خپل خلک ورکړل د تورې خولې تهاو شولو په قهر خپل غوره شوي قوم ته
63 ځوانان د اور خوراک شولڅوک پاتې نه شو چې ودونه وکړي پېغلو سره
64 په تورو مړه شول کاهنان د دویاو د دوی کونډو ویر کولای نه شو
65 اخر راپاڅېده څښتن لکه راویښ شي څوک له خوبه څخهلکه قوي سړی چې مست وي په نشه د مېو
66 په شا یې وتمبول خپل دښمناناو په شرمو پټ یې کړل د تل دپاره
67 خو هغه رد کړه اولاده د یوسفغوره یې نه کړه قبیله د افرایم
68 د دې په ځای یې قبیله د یهودا کړه غورهاو د صهیون غر چې ؤ ګران ورته
69 هلته یې خپل سپېڅلی کور کړلو جوړلکه د لوړو اسمانونو په شانهغه یې داسې قوي جوړ کړلولکه د ځمکې په شانچې پایدار به اوسي تل دپاره
70 خپل خدمتګار داود کړ غوره هغههغه یې بوتللو د مېږو د شپولونو څخه
71 چې په کوم ځای کې یې ساتلې مېږې او وريچې شي دی شپون د اولادې د یعقوبد اسراییلو د قوم شپون چې یې دی غوره ولس
72 د زړه له کومي به داود کاوه شپونتوب د هغویاو په مهارت سره یې کړله لارښوونه د دوی