څپرکی 64

واوره زما اواز خدایهواوره شکایت زماخپلو دښمنانو نه وېرېږم زهوساته ژوندون زما!
2 وساته ما د دسیسو د بدکارانو څخههم د شریرانو د ډلو څخه
3 تېرې کوي دوی خپلې ژبې د تورو په شاندوی په ترخو خبرو لکه د غشو په شان نښه ولي
4 په کمینونو کې دوی ولي بې ګناه انسانانبې له کوم ترسه ناڅاپه په هغوی باندې ګوزار کوي
5 هغوی یو بل تشویقوي په خپلو بدو دسیسو باندېدوی جوړوي داسې پلانچې په کوم ځای کې دوی دامونه کېږديهغوی وایي چې څوک مونږ نه شي لیدلی
6 جوړوي بد پلانونه او دوی وایي:«څومره ښه پلان مو دی جوړ کړی»څه مرموز دی د انسان زړه او دماغ
7 خو خدای به وولي هغوی په خپلو غشواو ناڅاپه به هغوی شي زخمیان
8 خپلې خبرې به نابود کړي هغویهرڅوک چې ویني هغویکړي اشارې به په ملنډو ورته
9 انسانان به ټول وېریږيبیانوي به دوی د خدای کارونهاو کړي سوچونه په هغې څه چې خدای کړي دي
10 څښتن چې وکړل کوم کارونهنېکان دې کاندي خوشحالي په هغوپناه دې یوسي ده تهټول نېکان خلک دې صفتونه کوي