څپرکی 77

په لوړ اواز خدای ته فریاد کومهپه لوړ اواز ورته فریاد کومه چې ماته غوږ ونیسي
2 زه د سختۍ په وخت کې کړمه څښتن ته رجوعزه په دعا کې ټوله شپه پورته کوم لاسونهخو زما زړه تسلي نه شي موندلی
3 کله چې زه رایادوم خداینو زه زګېروي کومهکله چې ډوب شمه خیالونو کې زهزړه تورن کېږمه زه
4 پټېدو ته دې پرېنښودلې سترګې زمادومره ناارام یم چې کولای زه خبرې نه شم
5 کومه فکر په خپل تېرو ورځورایادومه پخواني کلونه
6 رایادوم خپله د شپې سندرهفکر کوم او له خپل ځانه دا پوښتنه کوم:
7 «ایا څښتن به مونږ نه تل دپاره لاس واخلي؟بیا به هېڅکله هم راضي نه شي هغه زمونږ نه؟
8 ایا زمونږ سره یې تل بس کړه تلپاتې مینه؟خپله وعده باندې به نور هغه تل نه دریږي؟
9 ایا خدای هېر کړل چې رحیم به اوسي؟د خواخوږۍ ځای یې نیولی قهر؟»
10 نو بیا مې وویل خپل ځان سرهچې «څومره دردمند یمه زهچې خدای تعالی نور نه ښایيخپل قدرت زمونږ دپاره»
11 زه یادوم به د ستا لوی کارونه ای څښتنهرایادوم به معجزې چې دې ښودلې پخوا
12 فکر به کړم ټولو کارونو باندې تا چې کړيزه به د ستا په زورورو عملونو باندې فکر کوم
13 ستا ټولې لارې سپېڅلې دي ای خدایهداسې لوی خدای بل ستا په شان نشته دی
14 ته هغه خدای یې چې کوې معجزېمنځ د قومونو کې ښودلی خپل قدرت دی تا
15 په خپلو مټو دې خپل قوم خلاص کړیتا د یعقوب او د یوسف اولاده
16 کله چې سرې بحیرې ولیدلې ای خدایهچې اوبو ولیدې نو ووېرېدېتل د دریاب په لړزېدلو شولو
17 له ورېځو ډېر په شړق باران راغیتندر راپرېوت له اسمانه څخهستا د برېښنا غشي هر خواته په ویشتلو شول
18 په توفان کې ستا د تندر اواز واورېدل شوستا د برېښنا په رڼا ټوله دنیاګۍ رڼا شوهپه لړزېدلو او رپېدلو شوه ځمکه
19 تا د دریاب منځ کې قدم وواههپورې وتلې له ژور دریابهخو ستا د پښو پلونه نه ښکارېدل
20 لکه د شپون په شان دې بوتلو خپل قومپه وسیله تا د موسی او هارون