څپرکی 74

خدایه ولې دې رد کړي یو د تل دپاره؟ستا قهر ولې لکه اور په شان دی بل په مونږه؟مونږه خو یو ستا د رمې پسونه
2 ته در په یاد کړه هغه خپل قومچې ډېر پخوا نه غوره کړی تا خپل ځان دپارهکوم چې تا وژغوره له غلامۍ نه چې شي ستا غوره قومدر په یاد کړه د صهیون هغه غرچې اوسېدلې په کې
3 واخله قدم دې د تلپاتې کنډوالو په لوريهرڅه چې وو عبادت ځای کې ویجاړ کړي دښمن
4 نارې وهلې د بري ستا دښمنانو ستا سپېڅلي کور کېخپل بیرغونه یې ودرولي دي د نښې د بریا په توګه
5 دوی ښکارېدل د چوب شکنو په شانچې دوی وهلې ونې په تبرونو باندې
6 په تبرونو او جبلونو باندېکړل یې خراب ټول د لرګو نقشونه
7 ستا سپېڅلي کور ته یې اور واچاوهدوی بې حرمت کړ هغه ځایچې دی ستا نوم ورپورې
8 هغوی د ځانه سره داسې ویل:«مونږ به بېخي هغوی له منځه یوسو»سوځول یې په دې خاوره کې ټول د عبادت ځایونه
9 مونږه نور ونه لیدلې ستا معجزېپیغمبرانو نه څوک پاتې نه شوڅوک نه پوهیږي دا حالت به کړي دوام تر کومه
10 ترڅو به ستا دښمنان تاته خدایه پېغورونه کوي؟بې حرمتي به تر ابده پورې ستا د نامه؟
11 ولې دې مونږ ته خپل ښي لاس رانه کړ؟وښایه ځواک دې خپل او دوی نابود کړه
12 خو له اوله ته پاچا یې زما ای خدایهاو تا راوړی دی خلاصون ځمکې ته
13 په خپل قوت سره جدا دې کړې اوبه د دریاباو په اوبو کې دې کړل مات د بلاګانو تندي
14 وې همدا ته چې د پاچا د بلاګانو دې سرونه مات کړلتا په جسد د دې ماړه کړل ځناور د دښتې
15 تا جاري کړلې چینې او هم خوړونهد تل دپاره دې کړل وچ سیندونه
16 شپه او ورځ دواړه ستا ديتا ځای په ځای لمر او سپوږمۍ کړل خپلو ځایونو کې
17 تا سرحدونه وټاکل د ځمکېتا اوړی ژمی جوړ کړل
18 خو ای څښتنه دا په یاد ساتهچې دښمنان دې کړي خندا تا پورېاو کم عقل خلک سپکاوی کړي تاته
19 د خپل بې وزله قوم ژوند مه هېروه تل دپارهد بېچاره کوترې ژوند دې ځناورو لره مه پرېږده
20 تا چې کوم لوظ کړی ؤ مونږ سرهدر یاد کړه هغهځکه چې ډک دی هر تیاره ځاید دنیا له ظلمه
21 مظلومان مه پرېږده چې وشرمیږيپرېږده چې دغه غریبان او محتاج خلکدې ستاینه ستا د نوم وکړي
22 خدایه، راپورته شه دفاع وکړه له خپله ځانهدا یاد ساته چې کم عقلان ټوله ورځ تا پورې خندا کوي
23 ته دې د خپلو مخالفینو قهرجنې چیغې مه هېروهدا دوامداره شورماشور چې دښمنانو دی جوړ کړی ستا