څپرکی 93

څښتن کوي پاچاهيهغه اغوستې د جلال چپنهڅښتن اغوستې ده چپنهاو په قوت یې خپله ملا تړلېپه رښتیا نړۍ یې ټینګه ودرولېهغه هېڅکله خوځېدلې نه شي
2 ای څښتنه تخت دې قایم دی له ډېر پخوا نهته موجود وې له ازله
3 راپورته شوي سېلابونه ای څښتنه!راپورته کړی سېلابونو خپل غږاوچت کړی سېلابونو غړمبار دی
4 څښتن قوي دی د دریاب د شورماشور څخههغه قوي دی د دریاب له څپودی زورور د اسمانونو څښتن
5 ډېر باوري دي حکمونه د ستاسپېڅلتوب دی تل ترتله ستا د کور ښایست څښتنه