څپرکی 48

څښتن خدای دی لویهغه لایق دی د ثنا ټولې په هغه ښار کېچېرې اوسیږي چې په خپل سپېڅلي غر باندې
2 لوړ او ښایسته دی صهیوند هغه لوی پاچا ښار کوم چې خوشحالي راوړي نړۍ ټولې تهدی د هغه لوړ غر په څېر کوم چې شمال کې پروت دی
3 خلکو ته وښودله خدای چې خوندیتوب دی د هغه سرهدا خوندیتوب په پناه ځای د ښار کې
4 سره راټول شول پاچاهانچې د صهیون په غره حمله وکاندي
5 خو چې یې ولیده هغه، نو دوی حیرانه شولاو له وېرې وتښتېدل
6 داسې درد او داسې وېره په دوی راغلهلکه چې ښځو باندې راشي د زېږون په وخت کې
7 داسې نابود دې کړل هغویلکه شرقي باد چې کشتۍ د ترشیش ماتې کړلې
8 هغو کارو په هکله مونږ وو اورېدليکوم چې کړي دي خدایهغه مو اوس ولیدلدا د مطلق قادر څښتن ښار کې د خپل خدای ښار کېهغه به خوندي وساتي تل ترتله دغه ښار
9 خدایه، د ستا د کور په منځ کېمونږ کوو فکر ستا د مینې په هکله کې د تلپاتې مینې
10 نوم دې خپور شوی دی په ټول جهان کېځکه خلک هرځای کې ثنا وایي ستاته په انصاف سره حکومت کوې
11 د صهیون خلک دې خوشحالي کوي!وي دې خوښي د یهودا کلیو کېځکه ته سم قضاوتونه کوې
12 ای د خدای قومه، د صهیون په شاوخوا وګرځئتاسو حساب کړئ د هغه برجونه
13 په دېوالونو یې په غور سره نظر واچوئاو امتحان یې کړئ جنګي کلاوېراتلونکي نسل ته بیا تاسو دا ویلای شئ
14 چې دغه خدای دی تل ترتله زمونږ خدایرهنمایي به زمونږ ټول عمر وکړي