څپرکی 102

ای څښتنه کړه قبوله زما دعازما فریاد دې تاته ورسیږي
2 په سخته ورځ کې دې مخ مه اړوه زما نهماته غوږ ونیسهکله چې تاته کړم دعا ته یې قبوله کړه زر
3 فنا کیږي زما ژوند لکه لوګي په شاند سور انګار په څېر مې سوځي د بدن هډوکي
4 د واښو په څېر مې زړه مات، مړاوی شویرانه هېر دي چې ډوډۍ مې وخورم
5 په لوړ اواز باندې زګېرویو له وجېصرف پوستکی او هډوکي مې بدن کې پاتې
6 د صحرایي ګونګي په شان یمه زههغه ګونګی چې کنډوالو کې اوسي
7 خوب مې له سترګو تښتېدلیهغې مرغۍ په شان یم چې اوسي ځانله په بام
8 دښمنان ټوله ورځ پېغور راکويهغوی چې ما باندې ملنډې وهيلعنت ویلو کې زما نوم اخلي
9 ‏-
10 ستا د قهر او غضب په سببخورمه ایرې زه د ډوډۍ په ځایاو د څښاک سره مې اوښکې ګډې شوېزه دې اوچت کړمه او لېرې دې ګوزار کړمه زه
11 تېریږي عمر مې په څېر د مازدیګر د لمراو مړاوی کېږم د واښو په شان
12 خو ای څښتنه ته په تخت ناست به یې تل ترتلهټولو نسلونو پورې به پاتې شي د ستا یادونه
13 ته راپاڅېږې به او رحم په صهیون به وکړېاوس د دې وخت دی مهربانه په هغه چې شې تهټاکلی وخت رارسېدلی دی
14 د هغه تیږې هم دي ګرانې په بندګانو ستااو د هغه په خاوره باندې هم کړي رحم
15 ولسونه به وېریږي د څښتن له نومهاو د نړۍ ټول پاچاهان به یې وېریږي له جلاله څخه
16 څښتن چې کله د صهیون ښار یوځل بیا جوړ کړينو خپل جلال به کړي ښکاره خلکو ته
17 واوري زاري به د بې وزلو او د اړو خلکوپه سپکه سترګه به ونه ګوري د دوی دعا ته
18 راتلونکي نسل ته دې ولیکل شي چې څښتن څه کړي ديترڅو ثنا ووایي څښتن ته هغویچې لا تر اوسه زېږېدلي نه دي
19 څښتن وکتل له خپل سپېڅلي ځایهپاس له اسمان څخه یې وکتل د ځمکې په لور
20 ترڅو زګېروي د زندانیانو واورياو خلاص کړي هغوی چې وو محکوم په مرګ
21 نو له دې وجې به صهیون کې خلک یاد کاندي نامه د څښتنثنا او صفت به یې اورشلیم کې وکړي
22 چې شي راټول قومونه او د پاچاهیو خلکترڅو څښتن ته عبادت وکړي
23 څښتن په نیمه لار کې واخیست زما ځواک راڅخهاو زما ورځې یې کړې لنډې
24 نو ما وویل: «ای زما خدایهپه ځوانۍ کې رانه ژوند مه اخله!ته ای څښتنه یې تر ابده ژوندی»
25 له ډېر پخوا څخه دې ایښی ؤ بنیاد د ځمکېاو اسمانونه دې کړل جوړ خپلو لاسونو باندې
26 هغوی فنا به شي خو ته به پاتې شېهغوی به ټول لکه لباس زاړه شيته به بدل کړې هغوی لکه چپنې په شاناو هغوی به شي فنا له سترګو
27 خو پاتې کېږې په خپل حال ته مداماو پای به ونه لري هېڅ دا ستا دوران
28 اوسیږي امن کې به ستا د بندګانو اولادوي به قایم او دایم اولاده د دوی ستا تر نظر لاندې