څپرکی 92

څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړوخدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې
2 چې هر سهار د ستا تلپاتې مینهاو هره شپه کړو بیان ستا وفا
3 د چنګ د ساز په غږولو سرهاو په نغمو د رڅپرکی
4 خوشحاله کړی یمه ستا کارونو ای څښتنهد خوشحالۍ سندرې وایمه زه ستا د کارنامو په خاطر
5 کارنامې دي څومره لویې ستا څښتنهڅومره ژور دي ستا فکرونه!
6 بې عقله خلک یې درک کولای نه شياو ساده ګان یې نه پوهیږي په معنی باندې
7 بد عمله که راشنه لکه واښه شيټول بدکاران شي نېکبختهخو په پای کې به تباه شي تل دپاره
8 خو ای څښتنه، ته تل ترتله یې اوچت په ټولو
9 ای څښتنه، دښمنان ستاهو، دښمنان به دې هلاک شيخواره واره به بدکاران شي ټول
10 د وحشي غویي په شاندې هسک کړي دي زما د قوت ښکرونهپه تازه تېلو دې غوړ کړی یمه
11 لیدلې ماتې مې د خپلو دښمنانو ده په خپلو سترګوپه غوږو خپلو مې د هغو بدکارانو اورېدلې چیغېچې یې په ما باندې کول بریدونه
12 نېکان آباد به شي او لوی به شي د ونې د خرما په شانهم به شي غټ لکه د سبر د لبنان په شان
13 په څېر د ونو کرل شوو د څښتن د کور ديدوی به زمونږ د خدای د کور په انګړونو کېآباد او لوی شي
14 په زاړه عمر کې هم مېوه نیسي دویاو تل تازه او شنه وي
15 دا هرڅه ښایي چې عادل دی څښتنهغه ساتونکی دی زمابې انصافي هغه کې هېڅ نشته