څپرکی 6

مه په قهرېږه ای څښتنه او ما مه رټه تهپه خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه
2 زه یم کمزوری ای څښتنه، په ما رحم وکړه!ماته شفا راکړه څښتنه، چې هډوکي ټول خوږیږي زما
3 څښتنه زه ډېر په کړاو کې یمهدا به ترڅو پورې تر کومې به وي؟
4 ای څښتنه زما! راشه ما وژغورهپه خپلې مینې دې له مرګه ما راخلاص کړه
5 کله چې څوک مړ شي بیا تا نه شي یادولیګور کې هېڅوک نه شي ستا ثنا بیانولی
6 په زګېروو شومه زه ستړیهره شپه مې بستر لوند وي په ژړاهم مې لوند بالښت په اوښکو
7 دید مې ډېر کمزوری شوی له غموزما سترګې پړسېدلې له ژړا نهپه سبب د دښمنانو
8 ای بدکارو خلکو، لېرې شئ له مااورېدلې ده څښتن ژړا زما
9 د کومک دپاره واورېده څښتن فریاد زماکړي قبوله به هغه دعا زما
10 زما دښمنان به ټول شرمیږياو وېریږي به ډېرهغوی به تښتي ناڅاپيپه رسوایۍ سره