څپرکی 21

پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحاليکړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی
2 تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمانرد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال
3 تا پاچا کړ استقبال په ډېرو ښو برکتونوکېښود دې په سر د هغه تاج د سوچه سرو زرو
4 هغه ژوند وغوښت له تا نهاوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ
5 ستا په مرسته د هغه جلال ډېر لوی شوتا ورکړی دی هغه ته ښه شهرتهم ډېر زیات شان او شوکت
6 هغه ته دې ورکړی برکت نه ختمېدونکی دیورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی
7 کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندېپه سبب د ده د تلپاتې مینېهغه تل به وي په امن
8 ته به خپل ټول دښمنان ونیسېوبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه
9 چې ښکاره کله ته ځان کړېد تنور د اور په شان به دوی برباد کړېپه خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړيدوی به وسوځوي اور
10 ته به مړه کړې هغوی ټولڅوک ژوندی به پاتې نه شي د هغوی د اولادې نه
11 جوړوي د ستا په ضد دوی دسیسېاو ستا په ضد د شرارت پلانونهخو کامیاب به دوی پرې نه شي
12 په هغوی باندې به خپل غشي ګوزار کړېدوی په شا به شي او وبه کاندي تېښته
13 مونږه ستا کوو ستاینه ای څښتنهستا د لوی قوت دپارهمونږ به ووایو سندرې او ثنا ستا د قدرت