څپرکی 57

په ما رحم وکړه خدایه، رحم وکړهځکه چې تاته مې پناه راوړېپناه به زه ستا د وزرو تر سیوري لاندې واخلمترڅو تېر دغه افت شي
2 زه کومه خدای تعالی ته فریادهغه خدای ته چې خپل مقصد زما دپاره سر ته رسوي
3 کړي له اسمانه به قبوله مې دعا نجات به راکړي ماتههغه چې ما باندې کړي ظلم خدای به ورکړي شرمخدای به راوښایي وفا او هم تلپاتې مینه
4 زه د داسې دښمنانو له خوا ګېر یمچې د زمرو په شان دي وږي د انسان غوښو تهد دوی غاښونه دي د غشو او نېزو په شاند هغوی ژبې دي تېرې لکه د تورو په شان
5 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
6 دی دښمنانو راته ایښی دام چې ګېر مې کړيله پرېشانۍ نه ستړی شوی یمهکنده کیندلې وه هغوی راته په لاره کېخو دوی په خپله په کې ولوېدل
7 زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه زه ډاډه یمزه به وایمه سندرې ستا صفت به کوم
8 شه راویښ زما ځانه!ای زما چنګه او رڅپرکیه رابېدار شئ!زه راویښ به سباوون کړم
9 ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کېهم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
10 تلپاتې مینه دې رسیږي اسمانونو پورېوفاداري دې تر فلکه رسي
11 خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندېپه ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه