څپرکی 147

د څښتن ثنا او صفت وکړئڅومره ښه ده چې خپل خدای دپاره ووایو سندرهڅومره خوشحالوونکې او صحیح دهچې صفت یې وکړو
2 څښتن بیا آبادوي اورشلیمشړلي خلک د اسراییلوراولي بېرته خپل کور ته
3 روغوي هغه مات زړونهاو ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې
4 هغه ټاکلی دی د ستورو شمېراو هر یوه ته یې خپل نوم ورکړی
5 زمونږ څښتن دی لویاو ډېر زورور دی هغهبې اندازې ده د هغه پوهه
6 پورته کوي څښتن عاجزان خلکخو بدکاران راغورځوي په ځمکه
7 څښتن ته ووایئ د شکرګزارۍ سندرهوغږوئ ساز خپل خدای ته په رڅپرکی سره
8 هغه په ورېځو پټوي اسمانرااوروي هغه باران په ځمکهاو شنه کوي واښه غونډیو باندې
9 حیواناتو ته خوراک رسويورکوي خوراک چې کله وچغیږيد کارغانو بچي
10 د هغه خوشحالي نه ده د اس قوت کېاو نه یې خوښي شته د انسان طاقت کې
11 خو څښتن خوشحاله وي د هغو خلکو څخهچې کړي وېره له هغهاو څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه
12 ای اورشلیمه، د څښتن ثنا او صفت وکړهای صهیونه، د خپل خدای ثنا او صفت وکړه
13 ځکه قوي ساتي اړمونه ستا د ښار د دروازواو برکت ورکوي ستا اوسېدونکو ته
14 ستا سرحدونه په امان کې ساتياو مړوي تا په ډېرو ښو غنمو باندې
15 هغه امر کوي ځمکې تهاو څه چې وایي اجرا کیږي هغه زر
16 وروي واوره لکه سپینو وړیو په شاناو خپروي پرخه لکه ایرې په شان
17 هغه ږلۍ وروي لکه د کاڼو په شانڅوک ټینګېدلی نه شي د هغه یخنۍ ته
18 د هغه په حکم ویلي کیږي یخرالېږي بادونه او جاري کیږي اوبه
19 هغه یعقوب ته خپل پیغام ورکويیعنې اسراییلو ته خپل قوانین او احکام
20 هغه بل قوم ته داسې نه دي کړيدوی نه پوهیږي د هغه په قوانینو باندېد څښتن ثنا او صفت وکړئ