څپرکی 25

څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه
2 زما خدایه، توکل دی زما په تامه پرېږده مې شرمنده شممه پرېږده مې دښمنان راباندې بر شي
3 چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمندهبې سببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده
4 ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ماتهطریقې د ژوند رازده کړه خپلې ماته
5 حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړهځکه ته زما ژغورونکی خدای یېتل په تا باندې توکل کړم
6 در په یاد کړه ای څښتنههغه خپل رحم او تلپاتې مینهچې دې کوله له ازله ځینې
7 ګناهونه او سرکښۍ د ځوانۍ مې کړه ته هېرېدر په یاد مې کړه څښتنه په تلپاتې مینې خپلېمهربان یې ای څښتنه
8 څښتن نېک دی او صادق دیګناهکارو ته ورښایي سمه لاره
9 عاجزانو ته ورښایي نېغه لارهطریقه خپله وروښایي هغوی ته
10 هغو خلکو ته به وکړي لارښودنه په مینه او وفاچې ولاړ د ده په لوظ وي او مني د ده حکمونه
11 د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنهګناهونه زما معاف کړه ځکه زیات دي
12 هغه څوک چې کوي وېره له څښتنههغه وبه ښایي هغه ته سمه لاره چې پرې لاړ شي
13 دی همېش به وي سوکالهاولاده به یې د ځمکې وارثان شي
14 دی څښتن ملګری د هغو خلکوڅوک چې کوي وېره د هغه ځینېدی به هغوی سره خپل لوظ کړي تایید
15 سترګې په لار یمه همېش څښتن تهځکه هغه مې خلاصوي د دښمن له دامه څخه
16 زما په لوري نظر وکړه ای څښتنه رحم وکړه په ماځکه چې زه یمه تنها او هم مظلوم یمه زه
17 د زړه غمونه مې زیات شوي ديټولو سختیو نه نجات راکړه
18 زما غمونو، تکلیفونو ته نظر وکړه تهاو ګناهونه راته وبخښه ټول
19 ګوره څومره زیات دي دښمنان زماګوره څومره سخت کوي نفرت له ما
20 ته مې وساته خلاصون راکړه ته ماتهمه پرېږده چې شرمنده شمله همدې وجې پناه راوړمه تاته
21 کړي نېکي او صداقت دې زما ساتنهځکه چې زه کوم توکل په تا
22 ته کړه خلاص ای خدایهاسراییل له خپلو ټولو تکلیفونو