څپرکی 9

زه به ستا شکر کوم د زړه له کومي ای څښتنهبیانوم به ټول کارونه عجیبه چې کړي تا
2 زه به وایمه سندرې د خوښۍ ستا له سببهستا په نامه باندې سندرې د ثنا به وایمای خدای تعالی
3 دښمنان زما چې مخ شي تا سرهتښتي او خوري دوی تیندکونه هلاکیږي
4 تا زما په حق کې وکړه فیصلهناست یې په تخت په انصاف قضاوت کوې
5 تا محکوم کړل نور قومونهتا نابود کړل بدکارانتا د دوی نومونه ورک کړل تر ابده
6 ختم شوي تل دپاره دي زمونږه دښمنانتا کړل وران د دوی ښارونه تر ابدهدوی به بیا نه شي هېڅ وخت د چا په یاد
7 خو څښتن دی تل ترتله په تخت ناستده خپل تخت دی تیار کړی قضاوت ته
8 او حکومت کړي په راستۍ په دې جهانپه انصاف کړي د قومونو قضاوت
9 څښتن د مظلومانو پناه ځای دید سختیو په شېبو کې امن ځای دی
10 هغه خلک چې تا پېژني څښتنهکړي په تا به توکلیوازې نه پرېږدې هغوی چې رجوع کړي تاته
11 د ثنا سندرې ووایئ څښتن تهچې صهیون کې پاچاهي کړيڅه چې هغه کړي دي بیان یې کړئ قومونو ته
12 اخلي بدل د قاتلانو ځینېاو مظلومان یې هم په یاد کې ويفریاد د هغو هېرولی نه شي
13 ای څښتنه رحم وکړه په ما باندېدښمنان زما، ما څومره ځوروي ورته وګورهای څښتنه ته د مرګ د خولې ما خلاص کړه
14 نو به ستا ټول صفتونه بیانومه د صهیون په دروازه کېزه به هلته یم خوشحاله ځکه تا یمه ژغورلی
15 هغه کنده چې قومونو وه ایستلېپه کې خپله ولوېدلهغه دام چې دوی ؤ ایښیپه کې خپله ونښتل
16 مشهور شوی دی څښتن په خپل انصافبدکاران په خپلو بدو عملونو کې ګېریږي
17 ګور د بدکارانو سرنوشت دیهم د هغو ټولو چې هېر کړی یې دی خدای
18 ځکه محتاجان به تر ابده نه هېریږينه امید به د خوارانو تر ابده بربادیږي
19 ای څښتنه انسان مه پرېږدهچې ستا په محکمه کې شي برلاسیکړه قومونه ته حاضر دې خپل حضور تهته هغوی محاکمه کړه
20 وېره واچوه په دوی کې ای څښتنهترڅو پوه شي چې دوی یوازې انسانان دي