څپرکی 98

څښتن ته ووایئ یوه نوې سندرهځکه کارونه یې عجیبه کړي ديپه خپل قدرت او خپل سپېڅلي ځواک یېبریالیتوب تر لاسه کړی هغه
2 څښتن اعلان کړی دی خپل بریخپل عدالت یې ښکاره کړی دی قومونو ته
3 تلپاتې مینه او وفا یې خپلهکړله وریاده د اسراییلو قوم تهد ځمکې یو سر نه تر بله سرهټولو لیدلی زمونږ د خدای بری
4 ای ټولې نړۍ، څښتن ته چیغې د خوښۍ ووهئد خوشحالۍ په سندرو یې ثنا ووایئ
5 د رڅپرکی ساز څښتن ته وغږوئهم سندرې ورته ووایئ رڅپرکی سره
6 د سرني او د پسونو د ښکرو په اوازونو باندېد خوشحالۍ ووهئ چیغې د څښتنیعنې د نړۍ د پاچا حضور کې
7 دریاب دې په غړمبار شي خپلو ټولو مخلوقاتو سرهځمکه او هرڅوک چې اوسیږي په کې
8 سیندونه دې وپړکوي خپل لاسونهاو غرونه دې ووایي سندرې د خوښۍ یو د بله سرهد څښتن حضور کې
9 ځکه څښتن راځي د دنیا د قضاوت دپارهد نړۍ د خلکو قضاوت به په عدالت او په انصاف وکړي