څپرکی 50

کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادرټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې
2 د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دیځلیږي خدای ورڅخه
3 زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځيد هغه مخکې سوځېدونکی اور وياو ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان
4 ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیثچې په خپل قوم باندې د هغه عدالت وویني
5 وایي: «راټول زما وفادار خلک کړئد قربانۍ په ورکولو یې چې ما سره لوظ کړی دی»
6 اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دیځکه چې خپله قاضي دی
7 ای زما قومه، زما خبرې واورئای اسراییلو، ستاسو ضد زه شاهدي به وایمزه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه
8 د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمهاو نه د هغو سوځېدونکو نذرانو په خاطرچې تل یې ماته راوړئ
9 ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاجیا زه شپولو ته د نرانو وزو نه یم احتیاج
10 ټول حیوانات چې په ځنګل کې دي هغه زما ديهم په زرګونو غونډیو ټول څاروي
11 پېژنم زه د غرونو ټول مرغاند پټیو ټول خزندګان زما دي
12 که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمهځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي
13 ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟یا د وزو وینې څښم؟
14 شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني د ستاسېهغه څه ورکړئ خدای تعالی تهچې منلي مو په نذر کې دي
15 د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئزه به خلاصون درکړمه تاسو لرهثنا او صفت به کوئ تاسو زما
16 خو بدکاره ته خدای داسې وایي:«دی ستا څه کار چې زما حکمونه وایې؟زما د لوظ په هکله ته کوې خبرې ولې؟
17 اصلاح کېدو څخه انکار کوې تهزما خبرې غورځوې شاته
18 هر غل چې وګورې ملګری یې شېاو یوځای کېږې زناکارو سره
19 خلاصوې خوله دې شرارت باندېبې له درواغو بل څه نه وایې ته
20 دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې تهمت پورې کړېاو هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې
21 دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویلنو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یمخو اوس به زه تا رټماو کړم به تا تورن
22 تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئکه نه نو تاسو به زه وداړمههېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي
23 څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کويهغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»