څپرکی 19

اسمانونه څومره ښه بیانوي د خدای جلالکارنامې د لاس یې وایي فضا
2 هره ورځ یې اعلانوي راتلونکې ورځ تههره شپه یې تکراروي سبا شپې ته
3 نه کوي هغوی خبرېنه اواز یې اورېدی شي
4 خو بیاهم د دوی پیغام ټولې دنیا ته ور رسیږيد دوی خبرې د دنیا تر بل سره اورېدل کیږيخدای خېمه ده لګولې په اسمان کې لمر دپاره
5 لمر راوځي لکه زوم د خپل مکانهلکه څنګه چې خوشحال وي یو اتل مسابقې ته
6 لمر راخېژي د اسمان له یوه سرهاو رسیږي تر بل سرههېڅ شی پټ نه دی د هغه له ګرمۍ نهد څښتن شریعت
7 د څښتن شریعت کامل دیاو تازه کوي روحباوري دي ټول حکمونه د څښتنورکوي حکمت هغو ته چې ساده دي
8 دي سم د څښتن اصولد خلکو زړونو ته خوښي ورکويپاک دي حکمونه د څښتنورکوي ذهن ته پوهه
9 وېره ښه ده له څښتنهبرقرار به وي مدامد څښتن قضاوتونه دي برحقهاو همېش عادلانه دي
10 ده په زړه پورې د سوچه طلا نه ډېره هغهډېره خوږه ده د سوچه شاتو نه
11 ورکوي هغه اخطار د ستا خادم تهکه یې ومنم نو مومم به لوی اجر
12 نه شي څوک کولای چې په خپله خطا پوه شيمعاف کړه ای څښتنه خطاګانې نامعلومه مې
13 نو قصدي ګناه نه ما خوندي وساتهپرې یې نږدې چې په ما شي مسلطهاو بیا زه به شم کاملشم به خلاص له ګناهونو لویو لویو
14 ای څښتنه، ای زما د پناه ځایه! ای زما ژغورونکیه!شي منظورې دې خبرې او فکرونه زما تاته!