څپرکی 76

خدای مشهور دی یهودا کېنوم یې عظیم په اسراییلو کې دی
2 په اورشلیم کې ده خېمه د هغهاستوګنځای یې د صهیون په غره کې
3 تاوده غشي یې کړل مات په هغه ځای کېهم یې سپرونه، تورې او ټولې وسلې ماتې کړې
4 ته څومره ډک یې له جلاله او له نوره خدایه!څومره له برمه ډک یېزیات له تلپاتې غرو نه
5 د دښمن زړور خلک ټول تالا شولد مرګ په خوب باندې ویده شول هغوینور یې نه لرله وسه چې لاسونه جګ کړي
6 د یعقوب خدایه، تا چې کله ورټل هغوید دوی اسونه او سواره شول په مرګ ویده
7 یوازې ستا نه وېرېدل په کار ديکله چې ته په قهر یېڅوک درېدلی شي د ستا په مخ کې؟
8 تا خپل قضاوت کړ د اسمان نه اعلاننو ځمکه وېرېدله او شوه خاموشه هغه
9 کله چې ته خدایه راپورته قضاوت ته شولېچې د دنیا ټول مظلومان وژغورې
10 د انسانانو قهر ګرځي سبب ستا د ثناڅوک چې ژوندي شول پاتې ستا له غضبهغوی به تا لره جشنونه نیسي
11 خپل څښتن خدای ته ومنئ نذرونه او هغه ورکړئخپل سوغاتونه راوړئای ټولو خلکو، چې اوسېږئ شاوخوا د هغههغه دپاره چې دی ډېر هیبتناک
12 ماتوي هغه غرور د واکمنانوپه پاچاهانو د نړۍ راولي سخته وېره