څپرکی 135

ثنا او صفت دې وي څښتن ته!ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامهای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ
2 ای هغو خلکو چې خدمت کوئد څښتن په کور کېپه حوېلۍ کې زمونږ د خدای د کور
3 د څښتن ثنا او صفت وکړئځکه چې نېک دی هغهثنا او صفت یې د نامه وکړئ په سندرو سرهځکه چې خوند کوي
4 ځکه هغه خوښ کړی دی یعقوب د خپل ځان دپارهد اسراییلو خلک چې شي د هغه خپل ملکیت
5 لوی دی څښتن په دې پوهېږمه زهلوی دی څښتن زمونږهله نورو ټولو خدایانو څخه
6 څښتن کوي هغه څه چې څه یې خوښه ويکه په اسمان کې وي یا وي په ځمکه باندېکه دریابونو کې وي یا یې په تل کې وي
7 راولي ورېځې د دنیا له اخر سره څخهبرېښنا رالېږي د بارانه سرهاو له خپلو ذخیرو نه رالېږي بادونه
8 اولني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړلهم د انسانانو او حیواناتو
9 هغه په مصر کې ښکاره کړې معجزېاو ویې کړل عجیبه کارونهد فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په ضد
10 هغه له منځه یووړل ډېر قومونهاو هغه مړه کړل زورور پاچاهان
11 یعنې سیحون د اموریانو پاچاعوج د باشان پاچااو د کنعان ټول پاچاهان
12 د هغوی هېوادونه یې خپل قوم تهپه میراث کې ورکړلیعنې اسراییلو ته چې د هغه خپل قوم ؤ
13 څښتنه، نوم به دې همېش یادیږياو یادوي به ټول نسلونه تا
14 څښتن کوي به دفاع له خپلو خلکو څخههغه به رحم کوي خپل خادمانو باندې
15 د نورو قومونو بتان جوړ ديله سرو او سپینو زرو څخههغه جوړ شوي د انسان په لاسو
16 د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شيسترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي
17 غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شيپه خپلو خولو باندې ساه اخیستلی نه شي
18 چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لريهغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه
19 ای د اسراییلو قومه، ووایئ ثنا د څښتنای د هارون کورنۍ، د هغه ثنا ووایئ
20 ای د لاوي قبیلې، ووایئ ثنا د څښتنای ټولو خلکو چې کړئ وېره له څښتنهووایئ ثنا د څښتن
21 په صهیون کې د څښتن ثنا او صفت ووایئد هغه چا چې اوسیږي اورشلیم کېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!