څپرکی 13

ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟
2 ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟
3 راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړهماته بیا خپل قوت راکړههسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم
4 دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله
5 خو کړم باور ستا په تلپاتې مینهزړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي
6 زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنهځکه چې ما سره دې کړی احسان