څپرکی 88

یوه سندره او هم د قورح د طایفې زبور. د سرود ویونکو د مشر دپاره: د مهلات لعنوت په اساس د هیمان ازراحي زبور)۱ای څښتن خدایه خلاصوونکیه زماټوله ورځ تاته زاري کړمد شپې ستا حضور ته ژاړم
2 کړه قبوله زما دعاغوږ مې ونیسه زاریو ته!
3 ډېر تکلیفونه دي راغلي په مازه یم ګور ته نژدې شوی
4 خلک وایي راته داسېیې ولاړ د ګور په غاړهاو زه یم کمزوری شوی
5 زه په مړو کې حساب یمد وژل شویو په شانچې وي پراته قبر کېلکه هغوی چې تا هېر کړياو نور ورسره نه کړې مرسته
6 زه دې په کنده کې د قبر غورځولی یمهتورې تیارې او ژور ځای کې اچولی یمه
7 دا ستا غضب راباندې دروند پروت دیټولو څپو ستا لاندې کړی یمه
8 زما نه لېرې کړل دوستان دې زماد کرکې وړ دې کړم نظر کې د دویداسې راګېر یم چې د تېښتې لاره نه لرمه
9 کمزورې شوې مې دي سترګې له ډېره غمه څخهڅښتنه هره ورځ زاري کړم تاتهپورته کوم درته لاسونه د دعا دپاره
10 ایا ته کړې معجزې مړو دپاره؟ایا مړي پورته کیږي ستا ثنا ته؟
11 ایا په قبر کې کېدای شي بیانستا د تلپاتې مینې؟او یا بیان ستا د وفا د تباهۍ کنده کې؟
12 ایا ښکاریږي معجزې دې په تیاره مکان کېاو یا ستا نېکي د هېرېدو په ځای کې؟
13 خو ای څښتنه، کړم زاري د مرستې تاتهاو هر سهار دعا ستا حضور ته
14 ما ردوې ولې څښتنه؟زما نه ولې پټوې خپل مخ؟
15 له هغه وخته چې لا ځوان ومه زهومه اخته په کړاوونو او نژدې وم مرګ تهپه سبب دې د کارونو وېروونکوزه بې وسه یمه
16 سخت غضب دې کړمه غرقستا بریدونو وېروونکو تباه کړی یمه
17 لکه سېلاب په شان راتاو وي رانه ټوله ورځراګېروي مې د هر لوري څخه
18 راڅخه لېرې دې خپلوان او هم دوستان کړل زمایوازې مل ده راسره تیاره