څپرکی 67

ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړهپه ورین تندي وګوره مونږ ته
2 ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لارهترڅو چې ټول قومونه وپېژني ستا نجات بخښونکی ځواک
3 پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایهپرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
4 پرېږده خوشحال شي ټول قومونهاو سندرې د خوښۍ ووایيځکه چې ته د ولسونو قضاوت کړې په انصاف سرهاو په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې
5 پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایهپرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت
6 بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصلخدای، زمونږه خدای به کړي نازل خپل برکت په مونږ
7 خدای دې راکړي برکت مونږ تهپرېږده چې ټول خلک په هرځای کې ترې وېره وکړي