څپرکی 59

اَ ما له خپلو دښمنانو څخه خلاص کړه زما خدایهما له هغو خلکو ساته چې حمله کوي په ما
2 ما له خلاصون راکړه له دغو بدکارانو خلکوراته نجات راکړه له دغو قاتلانو څخه
3 ګوره! دوی راته کمین کې دي چې ومې وژنيزما په ضد راجمع شوي ظالمان خلک ديخو ما نه هېڅ کومه ګناه یا خطا نه ده شوې ای څښتنه
4 ما کوم غلط کار نه دی کړی خو بیاهمهغوی تیار دي چې حمله وکړي په ما باندېرا اوچت شه او کومک راسره وکړهزما غمجن حالت ته وګوره ته!
5 ای څښتن خدایه، ای مطلق قادرهته یې خدای د اسراییلوشه رابېدار ورکړه سزا ټولو پردي قومو تهمه کوه رحم په شریرو غدارانو باندې
6 هغوی ماښام کې راستنیږي بېرتهکله چې ګرځي شاوخوا کې د ښارلکه د سپیو په شان غاپي هغوی
7 د دوی ښکنځلو او ګواښونو ته غوږ ونیسه تهد هغوی ژبې دي د تورو په شانخو بیاهم فکر کوي دا چې هېڅوک نه اوري خبرې د دوی
8 خو هغوی پورې ته خاندې ای څښتنهکړې مسخرې ټولو پردي قومونو باندې
9 ای خدایه یې ته زما قوتزما د امید سترګې دي ستا په لوريځکه چې ته یې زما مضبوطه کلا
10 خدای کوي مینه تلپاتې راسره او راته رابه شيما به قابل کړي د دې چې شکست ووینمه د دښمنانو خپلو
11 هغوی مه وژنه ای خدایههسې نه چې زما د قوم نه د عبرت دا سبق هېر شيپه خپل قوت یې تار په تار کړه ورته ماتې ورکړهای څښتنه زمونږ سپره!
12 کله چې دوی کوي خبرې نو ګناه کويدوی دې راګېر شي په خپل غرور کېدا چې ښکنځلې کړي درواغ وایي دوی
13 په خپل غضب سره هغوی نابود کړههغوی بېخي نابود کړهنو بیا به پوه شي هرڅوک چې خدایکاندي حکومت د یعقوب په نسلاو کړي حکومت په ټول جهان باندې
14 هغوی ماښام کې راستنیږي بېرتهکله چې ګرځي شاوخوا کې د ښارلکه د سپیو په شان غاپي هغوی
15 لکه د سپیو په شان ګرځي دوی خوراک پسېکه ماړه نه شول نو غړمبیږي به بیا
16 خو ستا د قوت په هکله وایمه سندرې به زهستا د تلپاتې مینې په هکله به زهوایم سندرې هر سهار په خوشحالۍ سرهزما دپاره یې مضبوطه کلاته د سختیو په وختونو پناه ځای یې زما
17 ای زما خدایه زما قوته زه به د ثنا سندره وایمه ستاخدای دی زما کلا یعنې مضبوطه کلاهغه خدای ما سره چې کړي مینه تلپاتې مینه