څپرکی 26

ته ښکاره کړه ای څښتنهچې زه یمه بې ګناهدې دپاره چې کومه سم کارونهاو په تا باندې توکل کومه بې له شکه
2 کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایهزما د زړه او ذهن دواړو ازمایښت وکړه ته
3 ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو کې دهزه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې
4 د دروغجنو خلکو ملګرتیا نه کومد منافقو هېڅ ملتیا نه کوم
5 زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومهاو د بدکارانو سره نه کښېنمه
6 خپل لاسونه زه وینځمهچې دا وښایم بې ګناه یمقربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه
7 په لوړ اواز وایم سندرېاو ادا کوم ستا شکربیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه
8 ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دیهغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی
9 ګناهکارو سره مه تباه کوه ماد قاتلو له تقدیره ته ساته ما
10 هغه خلک چې جوړوي پلانونه تل د بدۍچې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي
11 خو زه کړم سم کارونهرحم وکړه ته په ما او نجات راکړه
12 زه د ټولو خطرونو نه خوندي یمپه لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه