څپرکی 54

اَته په خپل واک باندې ما خلاص کړه خدایهوکړه قضاوت د عدالت په خپل قوت زما
2 خدایه زما دعا قبوله کړه تهزما خبرو ته ته غوږ ونیسه!
3 پردي خلک کړي په ما باندې حملهظالمان کوي کوښښ چې ومې وژنيهغه دي چې نه لري پروا د خدای
4 خو خدای زما دی مددګارڅښتن ساتونکی دی زما د ژوند
5 خدای دې راوګرځوي خپل بد عملونه په دښمن زماای خدایه زما د حفاظت وعده په ځای کړه او ته ختم یې کړه
6 د رضاکاره نذرانې سره به تاته قرباني کومه ای څښتنهزه به شکر ستا کومه ځکه ته یې مهربانه
7 زه دې د ټولو تکلیفونو نه خلاص کړی یمهپه خپلو سترګو د دښمن ماتې لیدلې ده ما