څپرکی 82

خدای دی ناست په اسماني دربار کېنورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت
2 «بې انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوتاو د بدکارو طرفداري به کوئ؟
3 د غریبانو یتیمانو د حقوقو نه ساتنه وکړئکوئ انصاف د محتاجانو او بې وزلو سره
4 خلاص کړئ بې وزله او غریب انساناند شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»
5 څومره جاهل، څومره کم عقل دي هغوی!دوی دي بالکل فاسداناو د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف
6 ما ویل: «تاسو خو خدایان یئټول د خدای تعالی بچیان یئ
7 خو مړه به شئ د انسانانو په شانژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»
8 خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړهد ټولو قومونو د اختیار خاوند یې