څپرکی 91

څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کېهغه به ژوند تېر کړيد خدای مطلق قادر د سیوري لاندې
2 زه به څښتن ته داسې ووایمه چېته پناه ځای او هم کلا یې زمااو زما خدای چې توکل پرې کوم
3 په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسود ښکاریانو د دامونو څخهاو د وژونکو ناروغیو څخه
4 خپلو وزرونو باندې تاسو به کړي پټ هغهتاسو به ومومئ پناه هلتهد خدای وفا به لکه سپر او دېوال ستاسو ساتنه وکړي
5 د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطرهیا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا
6 یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کېنه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې
7 که دې په خوا کې زر کسان مړه شياو د ښي لاس سره دې لس زرهنو بیا به هم تاته ونه رسي زیان
8 ته به یې په سترګو صرف ووینېچې بدکارانو ته سزا ورکول کیږي څنګه
9 دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپلاو خدای تعالی دې کړلو خپله کلا
10 نو هېڅ بدي به په تا رانه شيستا کور ته درنژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي
11 ځکه چې خدای به فرښتو خپلو ته حکم وکړيچې چېرته ځې ته نو هغوی به ستا ساتنه کوي
12 خپلو لاسونو کې به پورته کړي تاچې پښه دې ونه لګي تیږه باندې
13 ته به زمریان او چمچه ماران تر پښو لاندې کړېهم داړونکي زمریان او زهرجن ماران به تر پښو لاندې کړې
14 خدای وایي: «خلاصون به ورکړم هغه چاتهچې زما سره کړي مینهوبه ساتم هغه څوک چې باور ولري په ما باندې
15 کله چې ماته د زارۍ لاسونه پورته کړي نو قبلوم یې دعازه به ملګری یم هغه سره په سخته کېهم به یې ژغورم او هم ورکوم به عزت
16 هغه به موړ کړمه په اوږد ژوند باندېاو خلاصون به ورکړمه زه»