څپرکی 144

خثنا او صفت دې وي څښتن تهچې دی ساتونکی زماچې راکوي راته روزنه د جګړې دپارهاو تیاروي مې جنګ ته
2 هغه زما مینه ناک خدای دیاو قوي کلا ده زمادی پناه ځای او ژغورونکی زماهغه دی سپر زما چې په کې اخلم پناهاو خلک راولي زما د فرمان لاندې
3 ای څښتنه، انسان څه دی چې پرې پام کوېفاني انسان چې ته یې خیال ساتې؟
4 هغه دی لکه د ساه په شانعمر یې تېریږي لکه سیوري په شان
5 دروازې خلاصې کړهد خپلو اسمانونو ای څښتنهاو شه راښکته لاندېغرونو ته لاس وروړهچې ترې لوګی پورته شي
6 ته راولېږه برېښنا او تندراو خواره واره کړه دښمنان دې خپلغشي ګوزار کړه او وارخطا کړه هغوی
7 لاس دې رااوږد کړه له اسمانهژورو اوبو نه مې راوباسه او راکړه خلاصونما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخه
8 چې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایياو خوري قسم په دروغو
9 ای خدایه، نوې سندره به زه وایم تاتهزه تاته وایم به سندرې د چنګ په غږولو سره
10 ته پاچاهانو ته بری ورکوېاو ته خلاصون ورکوې خپل خدمتګار داود تهد وژونکې تورې څخه
11 ماته خلاصون راکړهما کړه خلاص د پردو خلکو د لاسونو څخهچې هغوی هېڅکله رښتیا نه وایياو خوري قسم په دروغو
12 زمونږ زامن دې په ځوانۍ کېشي قوي لکه د بوټو په شانزمونږ لورګانې دې وي د ښایسته ستنو په شانچې پرې سینګار وي د ماڼۍ کنجونه
13 ګودامونه دې وي ډک زمونږهد هر ډول غلو دانوپه څړځایونو کې دې مېږې زمونږراوړي بچي په زرونو او لس ګونو زرو
14 زمونږ غواګانې دې بچي راوړي پرېمانهاو درز دې نه وي زمونږ د ښار په دېوالونو کېاو څوک دې یو نه وړل شي په اسارت باندېد غم ژړا دې نه وي زمونږ کوڅو کې
15 بختور دي هغه خلک چې پرې وي برکتونه داسېبختور دي هغه خلک چې څښتن یې خدای دی