څپرکی 16

ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه
2 ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یېټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»
3 د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده
4 چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسېد هغو خلکو به غمونه زیات شيد هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریکنه به یې نومونه د خدایانو واخلم
5 ته زما دپاره هرڅه یې څښتنهزه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماتهزما قسمت ستا په لاسونو کې دی
6 تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه ديهېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی
7 ستایمه څښتن چې کوي ماته لارښوونهحتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه
8 څښتن تل زما سره دی زه پوهېږمهغه موجود دی زما ښي لاس تهنو زه به نه غورځېږم
9 نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومههم بدن مې دی په امن
10 ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کېاو ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادمچې شي خراب
11 راښایې ماته د ژوندون لارهډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سرهستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم