څپرکی 27

څښتن زما رڼا زما نجات دینو بیا چا نه وېره وکړم؟دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځایوېره نه کړم زه د چا نه
2 چې کړي کله بدکاران په ما حملهرقیبان او دښمنان چې کله هڅه زما د مرګ کړيتیندکونه خوري رالویږي
3 که لښکرې هم له ما نه شي چاپېرېزه به ونه کړمه وېرهکه جګړه زما په ضد هم شي روانهبیا به هم کوم توکل په څښتن
4 زه د یو شي سوال کومه له څښتنههغه دا دی چې یې غواړمچې ټول عمر د څښتن کور کې دېره شمچې زه ووینم ښېګڼې د څښتناو چې وکړمه طلب د هدایت یې
5 د سختیو په وختونو کې به ماته پناه راکړيما به وساتي په امن په خپل کور کېما به وساتي خوندي په سر د لوړ ګټ
6 بریالی به شم په ټولو دښمنانوچې زما څخه چاپېر ديزه به ورکړم قربانۍ د ده په کور کېد خوشحالۍ په چیغوزه به وایمه سندرې د څښتن به کړم ثنا او صفت یې
7 زه چې کله کړم فریاد نو ته یې واوره ای څښتنهمهربان شه په ما باندې او دعا مې کړه قبوله!
8 کله تا چې دي ویلي: «راشئ زما عبادت وکړئ»ما ځواب درته ویلی: «زه به درشم ای څښتنه»
9 ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوهته په ما مه په قهرېږهما مه شړه یمه زه ستا خدمتګارتل زما یې مددګارای زما د نجات خدایهته مې مه پرېږده او مه مې لېرې باسه
10 که مې مور او پلار هم پرېږديخو څښتن به ما قبول کړي
11 ماته خپله لاره وښایه څښتنهما په سمه لاره بوځهځکه ډېر مې دښمنان دي
12 ما د رقیبانو واک کې مه ورکوهراپورته شوي زما په ضد دي دروغجن شاهدانراکوي د تاوتریخوالي اخطارونه
13 زه باور لرم تر هغې به یم ژوندی ‎چې خپل ژوند کې د څښتن نېکي وګورم
14 کړه توکل په څښتناوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړيکړه توکل دې په څښتن