څپرکی 116

مینه کومه د څښتن سره زهځکه چې سوال یې اورېدلی زمااو قبولې کړې یې زارۍ دي زما
2 هغه نیولی دی خپل غوږ ماتهترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته
3 د مرګ په لومه کې راګېر شومه زهد قبر وېره راغله په ماپه تکلیف او غم اخته شومه زه
4 نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:«سوال کوم تاته ای څښتنه چې مې وژغوره ته»
5 څښتن رحیم او نېک دیدی زړه سواندی زمونږ خدای
6 څښتن ساتي ساده زړي خلککله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه
7 ای زما ځانه ته ډاډه اوسهځکه څښتن ما سره کړی احسان
8 څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زهوچې دې کړې اوښکې زمااو ودې ژغورلې زما پښېله تیندک خوړلو څخه
9 نو زه به ګرځم د څښتن حضور کېد ژوندیو په دنیا کې
10 ما په څښتن باندې باور درلودکه څه هم ما وویل:«زه ډېر په تکلیف کې یمه»
11 که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:«ټول انسانان دروغجن دي»
12 زه به څه ورکړم څښتن تهد هغو ټولو احسانونو په بدل کېچې یې کړي دي زما سره؟
13 زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلوچې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر
14 زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن تهد هغه د ټول قوم په مخکې
15 څومره دردناکه ده څښتن دپارهچې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه
16 زه خدمتګار یمه د ستا څښتنهداسې خدمت دې زه کومهچې مې مور کړی دیزه دې خلاص کړی یم له زنځیرونو څخه
17 د شکرګزارۍ قرباني به تاته درکړمه زهزه به تاته دعاګانې کوم
18 ‏-
19 زه به پوره کړمه خپل نذر تاته په اورشلیم کېزه به دا کار وکړمه ستا د کور په حوېلۍ کېچې ستا ټول قوم په کې ټولیږي عبادت دپارهد څښتن ثنا او صفت وکړئ!